ګلرحمن رحماني
د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ عربي متحده اماراتو ته ورسېده چې د سفر موخه یې د افغانستان ، امریکا متحده ایالاتو ، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو پلاوو سره په څلور اړخیزه ناسته کې ګډون دی. د دغې ناستې موخه دا ده تر څو د څلورواړو هیوادونو تر منځ په افغانستان کې د سولې بهیر د پیاوړتیا ، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمه ییزو همکاریو په موخه د عمل پلان نهایی او تاییدول دي
.
د دغې غونډې مشري د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر کوي د افغانستان د ملی امنیت د شورا د دفتر ویاند قادرشاه وویل (تمه دا ده چې د څلور واړه هیوادونو پلاوی به د سولې ، تروریزم سره د مبارزې او د څلورو هیوادونو تر منځ امنیتي همکاریو په برخه کې د عمل ګډ پلان موافقې ته ورسېږي).
کله چې په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان له لوري د سعودي عربستان په کوربه توب د افغانستان د جګړې د پایته رسېدو لپاره د ۳۵ اسلامي هیوادونو څخه څه باندې ۱۰۰ (سل) کسان راغلي وو، ټولو په یوه خوله د افغانستان روانه جګړه فتنه وګڼله. د افغانستان د دیني عالمانو په استازیتوب ډاکټر محمد شفیق صمیم د اسلامي هیوادونو له سازمان او د اسلامي هیوادونو له راغلو غړواو له پاچا سلمان بن عبدالعزیز څخه یې په خاصه توګه غوښتنه وکړه چې (طالب مشران حرمین شریفین ته د مخامخ خبرو لپاره راوبولي) .
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د سولې په تړاو د دیني عالمانو نړیوال کنفرانس ته وویل افغانستان له ډېر وخته راهیسې په تکلیفونو کې دی ، دا حالت باید نور ختم شی . هغه زیاته کړه افغانان له ډېرې مودې راهیسې د جګړې په اور کې سوځي نور دې حالت ته باید د پای ټکی کېښودل شي او ټولې مخالفې ډلې دې د خبرو له لارې خپلو موخو ته د رسېدو هڅه وکړي . مونږ به د افغانانو تر څنګ ولاړ یوو او د افغانانو په مشری د سولې پروسې ملاتړ کوو .
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء ریس ډاکټر محمد اکرم خپلواک د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په یوې مرکه کې وویل (انشاء الله په همدې اوونۍ کې څلور اړخیزه غونډه د افغانستان ، سعودی عربستان ، د امریکا متحدو ایالاتو او متحده عربي اماراتو تر منځ جوړېږي ، یو شمېر نور پروګرامونه چې د بهرنیو چارو وزارت او حکومت په ګډه ورباندې کار کوي له مخې به یې ټول هغه شرطونه او تضمینونه چې طالبان یې وړاندې کوي او د مستقیمو مذاکراتو لپاره ورته اړتیا ده برابر کړي ).
هغه زیاته کړه، د دې تر څنګ نور پروګرامونه هم لرو چې تر څو د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو په برخه کې ټولې بهانې ختمې شي او طالبان خبرو ته حاضر شي. د دی هیوادونو استازی به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو پر څرنګوالي بحث وکړي. دغه څلور اړخیزه غونډه به روانه اوونۍ د سعودي عربستان په ریاض ښار کې جوړه شي .
دغه غونډه کې هغه هیوادونه هم د افغانستان د روان وضعیت په اړه بحث او اشتراک کوي چې د افغانستان په جګړه کې لاس لري او په دغه قضیه کې دخیل دي. ځینی هیوادونه لکه متحده عربي امارات چی تازه یی عسکر د ناټو په چوکاټ کی د افغانستان د جکړې د پای ته د رسېدو په موخه رالېږلي دي په دغه غونډه کې اشتراک کوي .