مطیع الله سحر

په سوله کې د انسانانو ژوند نغښتی دی، له همدې امله قرانکریم هغه یوازینی الهي او اسماني کتاب دی چې په سوله یې زیات تینګار کړی دی، ځکه د اسلام په مبارک دین کې د انسانانو ژوند او وینه نهایت زیات ارزښت لري. مګر له بده مرغه یو تور لښکر چې ځانونو ته د مسلمانانو خطاب کوي له کلونو کلونو راهیسې زموږ بې ګناه هیوادوال شهیدانوي

ګلرحمن رحماني

جمهور ریس محمد اشرف غني د روان ۱۳۹۷ کال د اسد میاشتې پر ۱۸ مه نېټه اعلان وکړ ، چی تر ۲۶ کلونو وروسته د افغانستان د هوایي حریم کنټرول افغانانو په لاس کې واخیست . د افغانستان دا نوی سیسټم چې پخوا د بهرنیانو له خوا کنټرولېده ، تر دې وروسته به د افغانانو په لاس کې وي. ولسمشر د کابل په حامد کرزی نړیوال هوایي میدان کې جوړو شوو مراسمو کې وویل زمونږ هدف دا دی چې افغانستان د سیمې په څلور لارې بدل شي ، نن افغانستان د هوا له لارې په څلور لارې بدل شو


لیکواله : ډیوه افغان  
په څلوېښتو کلنوکې لومړنی وار وه چې په افغانستان کې درې ورځینی پوره اوربند وشو.د جهاد په وخت کې دولتي قواو او مجاهیدینو اوربند کولو ، اوربند به منحصر وه ، په یوه وړه جبهه کې به اوربند وه او په نور جبهو کې به جګړه روانه وه ، او یا به د یوې ولسوالۍ په سطحه اوربند وشو ، یا به د یوې وړې سیمې په سطحه اوربند وشو ، څلوېښت کاله جګړه وشوه ، په څلوېښتو کلونو کې تېر ځل اوربند یوه ښکلې انګېزه لرله ، نړیوالو ته او د سیمې استخباراتو ته يې وښودله ، که موږ افغانان اتلس کاله جنګېدلي یو په یوه ورځ جوړېدلی هم شو، په یوه ورځ غاړه غړۍ کېدلی هم شو

پوهندوی استاد شیما غفوری

یاداشتی در مورد موضعگیری بعضی افراد در فیسبوک!

کی ها این روز را با تبریک گفتن و کی ها  آنرا با تخریب کردن استقبال می کنند؟

در تاریخ هر مملکت روزی که کافۀ ملت برای استرداد استقلال و حفظ نوامیس ملی به پا خیزد و خون خویش را بخاطر یک هدف والا  بریزد، قابل تمجید و ارج گذاری است. صرف نظر از اینکه کی و از کدام قوم جامعه  در رأس آن قرار داشته است

پوهنیار بشیرمومن

« کسانی که میگویند « کدام استقلال؟ » کم از کم از شهیدانی که در راه « استقلال» افغانستان جان داده اند خجالت بکشند. آنها « استقلال» را برای ما گرفتند ، ما باید بتوانیم نگاهش کنیم! از زمانی که امان الله خان گفت « از بد حادثه اینجا به پناه آمده ایم» و افغانستان را ترک کرد ، تا اکنون « ملاهای نوکر» در برابر « امان الله خان ها» میجنگند! داکتر سمع حامد

 لیکونکۍ : کریس ورایت)wright chris )
منبع او خپریدو نیټه : ګلوبال ریسرچ»90-90-8900 »
ژباړونکۍ : پوهندوی دوکتور سید حسا م »مل «
 -----------------------------------------------------------------

پاتې په ضمیمه کې

‎لیکنه: پښتنه کیواله

‎دا چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی نو دا کور په ټولو وګړو  مساوي حق لري ، کله چې موږ د افغانیت نارې وهو او ځانونه ددې خاورې وارثین بلو ، نو اړتیا ده چې په عمل کې هم ځانونه ددې وطن حقیقي وارثین ثابت کړو .

‎څنګه ځانونه ملي ثابت کولی شو؟

محمد بشیر یوسفزوی

د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په راتګ سره په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې اصلاحاتو ته پام ډېر شو، قراردادونه له سره وارزول شول. اکثریت یې لغوه او بیا له سره عقد شول، ځکه چې په قراردادونو کې شوي شرطونه او موارد د قراردادیانو له لوري نه و پوره شوي او یا هم په ډېرو مواردو کې قراردادونه په غیر شفافه توګه ورکړل شوي و چې دغه وضعیت د امنیتي او دفاعي ځواکونو او منسوبینو په روحیه ناوړه اغېز کړی و

اېمل پیاوړی

څلور لسیزې کېږي چې هم د زبرځواکونو له لوري، هم د خپلو ګاونډیانو له لوري، هم د زورواکو او جنګسالارانو له لوري او هم د طالبانو، مافیا، ترهګرو، داعش او نورو بلا بترو له لوري په بې رحمۍ او بېدرېغه وژل کېږي. هره ورځ وژل کېږي، په کور، کلي، لاره، دفتر، ښار، بازار، جومات، ښوونځي، واده، جنازه هر ځای او هر چېرې وژل کېږو، مګر د دغو ټولو وژنو باوجود موږ لا هم د ژوند سندره بولو، د ازادۍ او خپلواکۍ سندره بولو او لا هم ورځنۍ ژوند چارې په عادي ډول مخته بیا یوو، ځکه چې موږ یو ژوندی ولس یوو

ګلرحمن رحماني

د ازبکستان او د طالبانو د سرچینو په حواله په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر تېره اوونۍ په ازبکستان کې له ازبکستاني چارواکو سره خبرې کړي. طالب چارواکي ازادۍ راډیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې په دې خبرو کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ، د افغانستان لپاره د هغه هیواد ځانګړي استازی او نورو لوړ پوړو چارواکو حضور درلود او په دغه څلور ورځنۍ کتنه کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د سولې پر هڅو او په افغانستان کې د ازبکستان د پراختیایي پروژو په اړه خبرې وکړې

مینه منګل
‎طالبان ښه پوهېږي چې د افغانستان په جګړه کې ګټونکي ندي ، او کله به هم دوی ګټونکې نشي ځکه

زیاتې مقالې …