ډیوه افغان
ملي ګټې د یوه هېواد هغه اړینه برخه ده چې له ولسمشر څخه نیولې سیاسیون، او ټول عام وګړي یې باید ورته ژمن او وفادار واوسي.
د هیواد ملي واکمنۍ، د ځمکې بشپړتیا ، خپلواکۍ او ملي یووالي څخه دفاع .
د هیواد پرمختیا ، ترقي، عدالت او سوله.
د جګړې، ګډوډۍ، نفاق پر خلاف مبارزه.
د هیواد د قومونو او ملیتونو تر منځ د یووالي او اتحاد د ټینګښت د ټولو ګډ مسوولیت دی ، خو ددې مواردو په تطبیق کې سیاسي مشران، دیني عالمان، قومي سپيږیري ډېر بارز رول لوبوي.
ولسمشر غني، یادو شویو مواردو ته د ژمنتیا په موخه، او د هېواد سولې او ثبات په خاطر په دې وروستیو کې د افغانستان د یو شمېر سیاسي مشرانو سره مشورتي ناستې ترسره کوي، چې دا ناستې د افغانستان په ښه راتلونکي او سوله کې اړینه بلل کېږي.
دا چې زموږ هېواد یووالي ته اړتیا لري نو ولسمشر دې اصل او اړتیا ته په کتو د ولسونو د ارمانونو مطابق حرکت کوي.
دا ډېر اساس او ناز وخت دی ، یو طرف د سولې خبرې روانې دي، بل طرف د ولسي جرګې ټاکنې پر مخ لرو ، بل طرف دښمن مو هڅه کوي، یو خوا د افغانستان د ټولو فومونو یووالی له منځه یوسي، بل خوا مو دښمن غواړي، په افغانستان کې جګړه توده وساتي وسله والې ډلې روزي او تمویل کوي یې.
دښمن مو هڅه کوي چې هم د ټاکنو پروسه او هم د سولې خبرې خرابې کړي.
اوس اړتیا ده چې هر راز سیاسي اختلافات یو طرف ته شي، د ملي ګټو په خاطر په افغانستان کې ملي حرکتونه پيل شي.
موږ باور لرو انشاءالله زموږ سیاسیون به هم هغه څه کوي چې د ولس ارمانونه ورسره تړلې وي.
دا چې ولسمشر
د افغانستان له بېلا بېلو سیاسي مشرانو سره یې مشورتي ناستې ترسره کړي، دا د افغانستان د خلکو په ګټه دي، دا راز ناستې به انشاءالله د حکومت په وړاندې باورونه لا زیاد کړي ، او د افغانستان ټول خلک به هغو ارمانونو ته رسېږي چې په زړونو کې یې دا کلونه پټ پاتې شوي.
موږ د همداسې یوې ورځې په هیله یو چې د افغانستان ټول قومونه او سیاسي مشران د حکومت سره مټ په مټ د یوه پياوړي، مقتدره او پرمختللي نظام په خاطر کار وکړي، ملي ګټې په شخصي ګټو لوړې وګڼل شي.
ځکه چې همدا د یوې ټولنې او هېواد د پاره یو اصل او لومړنی شرط ګڼل کېږي.
د نړۍ هر پرمختللی هېواد د سیاسیونو او عامو وګړو په مټ لوړو پرمختګونو ته رسېدلي، دا د هر پرمختللي هېواد یو شعار او اصل دی چې دوی ملي ګټې تر شنصي ګټو لوړې ګڼي، او ټول په یوې موخې یعنې د هېواد د آبادۍ، او ملي ګټو خوندیتوب د پاره کار کوي، هغوی سره دا مفکوره نشته چې خپل موجوده نظامونه ړنګ کړي، بلکې هغوی غواړي شته او برحاله نظامونه لا پياوړي کړي ، تر څو یې راتلونکو
نسلونو ته سهولتونه او خوشبختۍ ورپه برخه کړې وي.
که چېرې زموږ د هېواد عام ولس، سیاسي مشران د موجوده نظام په خاطر لاس سره یو کړي باور لرمه چې موږ به هم د نورو هېوادونو په څېر پرمختګ لرو.
موږ یو پياوړی ولسمشر ښاغلی اشرف غني لرو، یو څه چې کم دي هغه د ټولو کلکه اراده چې له دې پياوړي ولسمشر سره څومره همکار کېدلی شي چې له موجوده ستونزو څخه ووځو.