مینه منګل
سوله موږ ته با ارزښته ده ځکه چې جګړې دا کلونه کېږي چې هر څه یې له موږ
څخه اخیستي دي.
روانو جګړو یو طرف ته هم ګټه نده رسولې ، خو دا هم حقیقت دی چې افغانان د جګړې طرفداره ندي، افغانان ورور وژنه نه غواړي، افغانان د بل هېواد په چارو کې لاسوهنې نه غواړي، افغان امنیتي ځواکونو کله هم تعرض ندی کړی، تل پر دوی تعرض شوی
.
پاکستان او د سیمې استخباراتي کړۍ کله هم د افغانستان د پاره سوله نه غواړي، نو ځکه هڅه کوي چې د پنجاب او یو شمېر نور هېوادونو ترهګر افغانستان ته راولېږي ، څو دلته د جګړې اور تود وساتي، او د افغانانو خوښۍ په غم بدلې کړي.
یو طرف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د لوی اختر د اوربند خبرې روانې دي، خو بل طرف ګورو چې په غزني ولایت کې سخته جګړه روانه ده ، ارزګان کې مو امنیتي ځواکونه د محاصرې په حال کې دي، فاریاب کې مو امنیتي ځواکونه شهیدانېږي، د پکتیا په احمدخېلو، او لجې منګل ولسوالیو کې جګړه روانه ده .
دا جګړې پردۍ ده خو د افغانانو د ژوند په قیمت تمامېږي.
دا حالات تغیر ته اړتیا لري، ولسمشر غني په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې روانې جګړې د سولې د لارې ودروي.
هغه جګړه چې پردۍ وي او مدیریت یې پاکستاني پوځیان کوي ستونزمنه ده چې زر د پای ومومي، خو دا چې زموږ د دولت اراده او تصمیم د سولې د پاره ډېر جدي دي، باور لرو چې انشاءالله دا هڅې به ډېرې مثبتې پایلې ولري.
په تېر کوچني اختر کې د اوربند پر مهال موږ وسله وال طالبان ولیدل چې دوی څومره له جګړې ستړې دي، او څومره د سولې تږې دي، او دوی هم د خپلو مشرانو تصامیمو ته په تمه دي.
که چېرې د وسله والو طالبانو مشران وغواړي نو په افغانستان کې به روانه جګړه پایته رسېږي.
د افغانستان حکومت، او د سولې عالي شورا هیله ښودلې چې په لوی اختر کې به دوهم اوربند اعلانوي، او دا ځل اوربند به اوږد مهاله وي.
موږ د افغانستان حکومت د مشرانو پرېکړو ته درناوی لرو او پر زحمتونو یې ویاړو ، دا مشران مو د یوه سوله ییز افغانستان د پاره کار کوي، زحمتونه ګالي، د افغانستان راتلونکو نسلونو ته بنیادي کارونه ترسره کوي، د افغانستان ټول ولس ته پکار ده چې د خپل موجوده نظام د جوړښت په برخه کې د خپلو مشرانو ملاتړ وکړي، که چېرې موږ نور پرمختللي او امن هېوادونه وګورو نو دا درک کولی شو چې د حکومت تر څنګ د هغو هېوادونو ولسونو د خپل هېواد د پاره ډېر خدمت کړی .
نو موږ هم کولی شو چې د هېواد په جوړښت او امن کې مثبت رول ولوبوُ،
د مثال په ډول د افغانستان ټول دیني علما مسوولیت لري چې د راتلونکي، اوربند په غځېدو کې تبلیغات وکړي، او د جګړې څخه هغه ځوانان راوګرځوي چې د پردیو په لمڅون او یا هم د نورو مجبوریتونو له امله یې وسلې را اخیستي او جګړې کوي، په داسې خلکو د دیني علمانو خبرې ډېر تاثیر لرلی شي.
ځوانان چې د ټولنې یوه مهمه برخه ده دوی هم کولی شي چې ددې اوربند په غځېدو کې مثبت رول ولري، ځکه چې د وسله والو په لیکو کې اکثریت تنکي ځوانان دي، زموږ روڼ انده ځوانان هم کولی شي چې هغه ځوانان له جګړې څخه راوګرځوي چې د مختلفو عواملو له امله څخه یې وسلې را اخیستي او ورور وژنې کوي.
که دې وسله والو ته د افغانستان روڼ انده ځوانان د جګړې په ضررونو او د سولې په ارزښتونو تبلیغات وکړي نو حتمآ تاثیر لرلی شي.
یعنې په ټوله کې د افغانستان ټول ولس که چېرې بغیر د هېڅ راز قومي،او ژبني تعصیب څخه د خپل حکومت د تصامیمو ملاتړ وکړي او په هر ګام او هر ډګر کې ورسره همکار واوسي نو باور لرمه چې دا اوربند به تلپاتی کېږي.
د یو موټي او پرمختللي افغانستان په هیله .
مینه منګل