ګلرحمن رحماني

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي او مهمو مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې له سیاسي ګوندونو ، عالمانو ، د ښځو له شبکو ، د انتخاباتو د څار له بنسټونو او د رسنیو له استازو سره د انتخاباتو ، سولې، له طالبانو سره د احتمالي اوربند، په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستو او د افغانستان د ځینو مهمو او روانو حالاتو په اړه جلا جلا ناستې درلودې او د هیواد د اوسني وضعیت په اړه یې د سیاسیونو او جهادي مشرانو سره په مختلفو برخو کې نظریات راټول کړل

لیکواله :ډیوه افغان
څلوېښت کاله کېږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده ، دې جګړې سړی او نه سړی ونه پېژنده ، له ډېرو وطن ورانو ، او جنګي جنایت کارانو يې اتلان جوړ کړل، حال دا چې هغه اتلان نه وو،بلکې جنګي جنایت کاران وو، هغوی رتبې واخیستې ، هغوی جعلي عزت پیدا کړ، هغوی جعلي نوم پیدا کړ، هغوی په زوره بلډنګونه پیدا کړل، او بالاخره هغوی ملي اتلان شول


پښتنه کلیواله
‎د
‎پنجابي تر ټولو دروېزګر ګور ته ورشه دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې وروړه او ورته ووایه چې د لاهور د لرې پرتې سیمې د وړې لارې یو وړوکی پلچک والوځوه، سم د لاسه به درته ووايي ته مسلمان نه یې، یهود یې څنګه د خپل هېواد پلچک والوځومه ؟
‎راشه زما ځینو خلکو ته ، پنځه زره افغانۍ ورکړه، چې هغه جومات کافر شوی دی ، په ممبر کې یې بم کېږده او وایې لوځوه، سم د لاسه دا کار کوي، او دا ممبر د دوزخ په اور لاهو کوي

د پاکستاني پارلمان اکثریت د تحریک انصاف په نوم د ګوند مشر، عمران خان ته رایه ورکړه او نوموړی به ژر د هغه هېواد د لومړي وزیر پتوګه لوړه وکړي.

تر هرڅه مخکې د عمران خان په اړه چې ویل کیږي، په ټاکنو کې د پوځ په مټ بریالی شوی، ولېدل شي چې د نوموړي حکومت سره، پوځ کوم چلند غوره کوي. د پاکستان په تاریخ کې ملکي حکومتونو هیڅکله د واک پیر نه دی بشپړ کړی او مخکې تر وخته یا نیغ په نیغه د پوځي کودتا په مټ نسکور شوي اویا د پوځ په هغه، دغه پلمو له منځه تللی دي

محمد بشیر یوسفزوی

د ولس او حکومت لپاره یو لوی سرخوږی د ځمکو غاصبین دي چې دوی په زور دولتي او شخصي ځمکې نیسي، شخصي ابادۍ په کې کوي، یا یې هم په نورو پلوري. سره له دې چې ولس عملاً له غاصبینو څخه متضرر دی ، مګر له بده مرغه لا هم د غاصب پر وړاندې هغسې حساس او منفور نه دی چې باید وي

اېمل پیاوړی

که د افغانستان دښمنانو او وسله والو طالبانو د دې هېواد لپاره د ابادۍ او سوکالۍ برنامه او فکر لرلی، نو غزنی به یې د اور په لمبو کې نه سوځاوه. موږ او تاسو عملاً ولیدل چې وسله والو طالبانو په غزني کې د هرې سیمې، ښار او بازار له نیولو وروسته عامه شتمنیو، هټیو او تاسیساتو ته اورونه ورته کړل او په لمبو کې یې وسوځول

محمد بشیر یوسفزوی

افغان ولس نور له جګړو ستړی دی. نور د وژنو، ورانیو، دربدریو او بدو ورځو د زغم تاب نه لري، له همدې امله هم له حکومت او هم له وسلوالو طالبانو څخه د دایمي اوربند غوښتنه لري. د کوچني اختر اوربند یو ښه نوښت او ګام و، خو بیا بیا تکرارېدل یې په همغه بڼه د ولس پام نشي ور اړولی

محمد روښان ښاد

د جمعې په ورځ چې ولسمشر غني تازه او ستړی او ستومانه له جنګ ځپلي غزني څخه راستون شو، نو څو ساعته وروسته یې په ارګ کې له افغان ځوانانو سره څو ساعته غونډه لرله. دغه ځوانان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلي وو چې په دوی کې د هر ولایت د ځوانان استازی ځوان او پېغله موجوده وه. دوی د خپل دوه ورځني مشورتي او ګروپي کار لنډیز او پایله له جمهور رئیس غني سره شریکه کړه

له ننه پوره ۹۹ کاله وړاندې یعنې د ۱۲۹۸ هجري لمريز کال د زمري په اتمه ويشتمه نېټه د افغانستان په تاريخ کې يوه زرينه کارنامه ثبت شوه. په دغه وياړلې ورځ د افغانستان غيور ولس د غازي شاه امان الله خان په رهبرۍ راټول او د افغان ملت لپاره يې د خپلواکۍ په نوم وياړ ترلاسه کړ. که څرګنده ووايو نو په دغې ورځ افغان ولس د هغه زبر ځواک د زور غاښونه ورمات کړل چې لمر يې په امپراطورۍ کې نه ډوبېده. په دغې ورځ افغان ولس د شاه غازي امان الله خان په مشرۍ راووتو او ښکېلاک يې په خپل افغاني غيرت سره مات، انګريزي لښکرې يې په ګونډو او افغانستان ته يې خپلواکي ترلاسه کړه


‎لیکواله: پښتنه کلیواله 
‎هغوی چې زموږ د قتل فتوا صادروي خپله کلیمه نشي لوستلی !
‎طالبان چې د پاکستان د پنحاب له تورپوځ څخه سرچینه اخلي، او د آی اس آی برنامې پرمخ وړي، تل یې افغانان د جهاد په نوم وژلي او دا لړۍ همداسې روانه ده .
‎موږ په کوم جهاد وژني؟

محمد روښان ښاد

تېر ځل اوربند ته هېوادوال په دو لحاظو زیات خوشاله و، لومړی دلیل یې دا و چې اوربند په هېواد کې بېخي نوې تجربه وه، خصوصاً په وروستیو اولسو کالو کې، نو له همدې امله خلکو اوربند د دایمي سولې لپاره پیلامه باله. دویم دلیل یې دا وو چې اوربند تقریباً تر سولې هم ور اخوا وو، ځکه د کوچني اختر په ورځو کې طالبان د حکومت او حکومتي او امنیتي کسان د طالبانو سیمو ته له خپلو وسلو او بیرغونو سره لاړل او راغلل

زیاتې مقالې …