له شفيق مريده مې پوښتنه ولې ناندرييزه شوه؟

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

وينا او د يوۀ مطلب افاده کولو لپاره د ټکو غوراوى د انسان په خپل واک کې وي، خو بيا د خبرې د تعبير واک له نورو سره دى.

ځينې مهال د نورو له ژبې د خپلې خبرې تعبير اورېدل رښتيا حيرانوونکي وي، ځکه سړى داسې انگېري چې زما هدف خو دا نه و.

ما او مشهور افغان سندرغاړي شفيق مريد سره هم کټ مټ همداسې وشول

.

له شفيق مريده زما پوښته او د هغه ځواب دواړه ناندرييز شول. د شويو تعبيرونو فکر مو هم نشواى کولاى.

شفيق مريد مې خپلې خپرونې ته را بللى و، له خپرونې وروسته مو پتېيله چې خپل ډيجېټل برخې لپاره يوه بله جلا خپروونه وکړو، چې پر يوټيوب خپرېږي او تر ډېره يې نندارچيان له هېواده بهر مساپر افغانان دي.

په دغه خپرونه کې د ټولنيزو رسنيو د نورو خپرونو په څېر د ټلويزيونې پروگرامونو پرتله وياندان ډېره آزادي لري، ځکه پروگرام بايد کتونکو لپاره ډېره تفريحي بڼه ولري او څومره چې شونې ده هومره ډېره په زړه پورې شي. په دې کې موږ د اورېدونکو پوښتنې هم شاملوو.

پوښتنه له کومه را پورته شوه

په دې وروستيو کې پر خواله رسنيو د ښځينه سندرغاړو ترمنځ يو لړ ناندريو ته په اشاره يوۀ اورېدونکي دغه پوښتنه کړې وه، چې د ښځينه سندرغاړو ترمنځ دا ناندرۍ ولې ډېرې دي؟

په خواشينۍ سره چې زه هم د دغه راز مخالفتونو عيني شاهده وم، نو مخامخ راته دا پوښتنه پيدا شوه چې ولې دغه راز ناندرۍ د نارينه سندرغاړو ترمنځ نشته؟

ما ويل راځه دا پوښتنه له شفيق مريده وکړه، چې د خپرونې ميلمه دى.

هغه ته مې ويل چې د يوشمېر ښځينه سندرغاړو ترمنځ ناندرۍ او يو بل پسې خبرې کول ډېر دي خو په نارينه سندرغاړو کې نشته، دا ولې؟

نو هغه هم د ټوکو په انداز خپل ځواب راکړ چې له ځانه وپوښته، دا د دوى په فطرت کې دي."

موږ دواړو سره وخندل او کيسه ختمه شوه.

زما خپرونه او غبرگونونه

راتلونکو ورځو کې پر خواله رسنيو له ځينو غبرگونونو خبره شوم. چې گواکې ښځو ته سپکاوى شوى. منم چې دغه راز ټوکې چې د جنسيت پر بنسټ دي ښه نه بلل کېږي، او په دې برخه کې رامنځته شوى شعور ښه زيرى دى. خو دا چې ټوکه په کوم سياق کې مخې ته راغلې، دې ته پام کول اړين بولم.

دغو غبرگونونو ځينې مسايل راته روښانه کړل. مهم په کې دا چې موږ د خپرونو د بېلابېلو ډولونو او يا هم د ژانرونو په منځپانگه کې طبيعي شته توپير لا نه دى منلى. موږ په يوۀ تفريحي پروگرام کې هم له ويانده د کټ مټ هماغه انداز تمه کوو چې د روانو چارو په يوۀ جدي پروگرام او يا سياسي تحليلي خپرونه کې يې لرو.

د نړۍ په نورو برخو کې تفريحي، بوختوونکو او کوميډي خپرونو کې وياندان له مسايلو سره په چلند کې ډېره آزادي او نندارچيان يې زغم لري.

هغوى د هر ژانر خپرونې ته له کيناستو سره سم خپل ذهن ورته چمتو کوي.

سمه ده چې زما په خپرونه کې نندارچيانو ته د بېلابېلو مسايلو په تړاو معلومات وړاندې کېږي، خو تر ډېره بڼه يې د خندا او تفريح ده.

زما د وياندۍ انداز د ټوکو او خندا دى.

په داسې يوه خپرونه کې چې سندرغاړى وي، پخلنځى او آشپز وي، په کې پخلى کېږي او بيا نجيبه فيض هم په کې حضور ولري نو طبيعي ده چې ټوکې او خندا به په کې وي.

نوآيا دا منطقي برېښي چې په دغسې يوه خپرونه کې له شوې يوې خبرې دغه راز يو تعبير وشي؟

په نوره نړۍ کې د خپرونو له ژانرونو سره سم له مسايلو سره چلند کېږي.

هر کس چې دغو بېلابيلو ژانرونو سره ځان سمولى شي "ورسټايل" يا د گڼو استعدادونو خاوند بلل کېږي.

په نوره نړۍ کې کله چې يو سياستوال يو تفريحي پروگرام کې گډون کوي، قطعا" په هغه ډول نه وي لکه چې په پارلمان، کابينه او يا د باندې مو کتلى دى.

ما ته ياد دي، چې د هند د ماليې پخوانى وزير "يشونت سېنها" يو ځل د يوۀ ټلويزيوني چينل په يوۀ تفريحي پروگرام کې گډون کړى و. هغه له ټولوسره ټوکې کولې او ويل يې "ناغېړ دى د کور ټول کار يې مېرمن کوي."

دۀ ويل "سمه ده چې د هېواد د خزاني کونجي له ما سره ده، خو کور کې مې مېرمن بيا راته پيسې نه راکوي."

ټولو دا خبرې د ټوکو په توگه واخيستې، وې خندل او هماغه شېبه يې په خوشالۍ تېره کړه. بيا مې هېڅکله وا نه ورېدل چې وزيران دې په غوسه شوي وي چې گواکې ښاغلي سېنها وزيرانو ته سپکاوى کړى.

 

ما ته حيرانوونکې د ځينو هغو کسانو نيوکې وې چې له هېواده يې بهر ژوند کړى، نړېوالې نندارې يې ليدلي او په دې توپيرونو ډېر ښه پوهېږي.

افغانستان او په رسنيو کې بدلون

اوس په رسنيو، خپرونو او د خپرونو د وړاندې کولو په بڼه کې ډېر ټوپيرونه راغلي دي. خلک پوهېږي چې د روانو چارو له يوې خپرونې، د سياسي تحليلونو او يا بحثونو له يوې خپرونې او بيا له يوۀ بوختوونکي يا تفريحي پروگرامه څه راز تمې وکړي.

ما ته د نيوکو تر څنگ د ملاتړ ډېر شمېر داسې پيغامونه هم را ورسېدل چې ويل يې دوى پوهېږي دا ټوکه وه، چې هيله بښوونکې ده.

خو لا هم شته داسې وگړي چې دغو توپيرونو سره يا خو نه دي بلد او يا هم تر اوسه يې نه دي منلي.

طبيعي هم ده، ځکه ډېره موده نه کېږي چې موږ د بېلا بېلو ژانرونو خپرونو ته مخه کړې او که کړې مو ده نو ځانونه مو په کې قيد ساتلي دي.

خو دا يقيني ده چې د رسنيزو پروگرامونو ترمنځ د توپير منلو دود به ژر عام شي او موږ به د هر ذوق کتونکي يا نندارچي ته له ويرې او ډار پرته خپرونې وړاندې کوو.