د روزګار مکتب
د ښاغلي کبیر کمال د نوي شعري دفتر په تړاو یو څو لنډې خبرې :
ښاغلی کبیر کمال د پښتو ادب په غوړیدلي ډګر کې یو هڅاند، تاند او ځوان لیکوال، شاعر او ادیب ، په مطبوعاتو کې یو فعال ویناوال پیژندل شوی سیاسي، ادبي او ټولنیز شخصیت دی .
زما ګران ملګري او نږدې دوست ښاغلي کبیر کمال په ټوله مهرباني سره خپل نوی چاپ شوې کتاب (د مساپرې اوښکې په نامه) چې په ډیر ښکلي ډیزاین او صحافت سره چاپ شوې دی ماته له بلجیم هیواد څخه په پوست کې پرخپل ځانکړي لګښت دهالند هیواد ته راولیژو. زه له خپل ګران دوست ښاغلي کبیر کمال څخه د زړه له کومې مننه کوم.
کله چې ما د ده دا ګټور اثر په ډیره مینه او پاملرنې سره ولوست، نو ما ته دا احساس پیدا شو چې زه باید یو څو ټکي پرې ولیکم.
ښاغلي کبیر کمال له خپل هیواد څخه لیرې د مساپیرې په ژوند کې خپل ، کړیدلي او ځوریدلي هیواد وال او جګړه ځپلی هیواد نه دی هیر کړی. ده په خپل دغې ګټور او اغیزناک اثر کې د رنځیدلو او ځوریدلو هیوادوالو فریاد، اوښکې، ویرونه، سلګې او زګیروي ، اتلولي او میړانه او همداسې د افغانانو په منځ کې د یو شمیر نورو زړه بوږنوونکو پیښو او د لوټمارو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې ، ښکلاییز ذوق، ادبي ظرافتونه، هنري او اخلاقي مینه، د ټولنیزژوند دردونه، نیمګړتیاوې او ستونزې ، اصلاحي، انتقادي او روزنیز پیغامونه ، کلتوري او معنوي ارزښتونه ، په ډیرو ښکلو فکرونو، خیالونو، تصویرونو او سیمبولونو کې، په ډیر ښکلي او ظریفانه بڼه داسې انځور کړې دي چې په څو څو واره لوستلو ارزي او د هر لوستونکي په زړه، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې، ولولې، عواطف او احساسات راپاروي.
د ښاغلي کبیر کمال د ادبي او فرهنګي شخصیت د لا زیاتو پیژندګلوي په تړاو ما له ده سره یوه ادبي مرکه جوړه کړې ده چې ډیر ژر به تاسو د ادب مینه والو ته وړاندې شي.
زه ښاغلي کبیر کمال ته د دې ګټوراو ارزښتمن اثر د چاپولو له کبله مبارکي وړاندې کوم . ده ته په دې غوړیدلي ادبي او هنري بهیر کې بریاوې او بریالیتوبونه غواړم او د ده دلا نورو اغیزمنو هستونو په هیله یم.
په ډیره مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود
د پښتو ادب او فرهنګ د روښانه او ځلانده ستوري، ارواښاد مفتاح ساپي د مړینې تریخ او دردوونکی خبر :
زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد افغانستان کې
که چیرې د علم، ادب، هنراو شعر غوړیدلي، ویاړلي او رنګین تاریخ ته په غور سره وګورو، له نیکه مرغه زموږ د هیواد زیاترو پوهانو، څیړونکو، عالمانو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د خپلې لوړې پوهې، ژورو خیالونو او فکرونو په وسیله د علم، کلتور، ادب او هنر رنګینه نړۍ، روښانه او ځلانده ساتلی ده .
د جمهوررئیس په لارښوونه د افغان ډیپلوماټ اثار او یادښتونه چاپېږي
محمدروښان ښاد
جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اماني دورې د یوه ډیپلوماټ مرحوم ادیب خان د اثارو او یادښتونو د مجموعې د ژباړې او چاپ چارې د هېواد دوو نومیالیو ادیبانو، څېړونکو او فرهنګیانو استاد حبیب الله رفیع او استاد محمد اصف صمیم ته وسپارلې.
مَناره
عزیزی غزنوی
منارهها با وجود آن که لاغر و کم تعادل به نظر میرسند اما بسیار پر دوام اند علت این دوام را میتوان در محدودیت بام آن و نفوذ کمتر بلور برف و باران دانست، ضمناً شکل مخروطی و استوانه یی آن، عامل مقاومت در برابر زلزله و بلا یای طبیعی است، منار در افغانستان سابقۀ طولانی دارد، قدیم ترین منار در افغانستان منار چکری است