ارواښاد مرزا جمعه ګل خان ساپی
د سمیع الدین افغاني لیکنه
زمونږکلي اوبانډې
درویشتمه برخه
ارواښاد مرزا جمعه ګل خان ساپي
الحاج مرزا جمعه ګل خان ساپی د ملک محمد شریف خان ځوی د فتح محمد خان لمسی په کال ۱۲۸۱ ه ش د لغمان ولایت د عمرزیو د خیراباد په کلي کې په یوې منوره کورنۍ کې سترګې دنیا ته خلاصې کړې دي ۰
خصوصي زد ه کړې یې د دري ژبې په ادبیاتو ،فقه ، صرف نحوه او نور دیني علومو کې د لغمان او ننګرهار په ولایاتو کې د مشهورو علماوو څخه ترلاسه کړې او تر هغه وروسته بیا د کابل د سروبي په ولسوالۍ کې د مامور په توګه ولس ته د خدمت جوګه ګرځیدلی دی۰
مده وروسته مرزا جمعه ګل خان ساپی د سروبي ولسوالۍ څخه تبدیل او د غزني ولایت د جاغوریو په ولسوالۍ کې د اداري مسئول په توګه په دنده وګمارل شو۰
دجاغوریوپه ولسوالۍ کې یې د صادقانه کار او فعالیت په پایله کې بامیانو ولایت ته تبدیل او هلته یې هم د قدر وړخدمات تر سره کړي دي ۰
تر بامیان وروسته د بامیانو دخلکو سره د ښو مرودو په نتجه کې د بادغیس ولایت د بالامرغاب علاقه دارۍ د علاقه دار په توګه وګمارل شو او هلته یې په تقوا اوایماندارۍ او مردمدارۍ سره د هغه علاقه دارۍ خلکو ته د خدمت جوګه وګرځید۰
تر هغه وروسته لغمان ولایت ته تبدیل او د لغمان د امنیه قومندانۍ د جزا د امرپه ټوګه یې دنده تر سره کړه۰
الحاج جمعه ګل خان ساپی تر ۱۳۴۸ ه ش کاله پورې د هیواد په مختلفو ولایاتو کې وظایف تر سره کړل او په همدې کال تقاعد ته سوق کړل شو۰
مخکې مو وویل: هغه یو ریښتینی ، صادق ،په وطن مین او بادیانته انسان وو چې ټول عمر یې د هیوادوالو په خدمت کې صرف کړیدی۰
اروا ښاد جمعه ګل خان ساپی په کال ۱۳۶۲ ه ش کې له هغه مریضي له امله چې ورته پیښه شوې وه سترګې لدې فاني دونیا پټې کړې ، حق او ابدیت ته یې خپل روح وسپاره۰
انا لله و انا الیه راجعون