زمونږ شعرونه به د سولي زیرۍ راوړي

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سید عبیدالله نادر
زمونږ دا دومره شعرونه او سرودونه ، به آخر د سولي زیرۍ راوړي ، دا هلي ځلي به پایله ٍاونتیجه ور کړي ، او زمونږ د امیدونو بڼ به ثمر ورکړي ، دا ترهیدلي او خواره واره بلبلان به بیا خدای دي وطن ته راولي ، او دخیرن زړونو او خیرن باطن خاوندان به زمونږ له مخي ورک  شي ، دا سرودونه دا شعرونه او دا ساندي به آخر د کاڼي زړونه هم وییلي کړي ،
دلته به خوشحالي راشي ، خندا ګاني او نڅا ګاني به وي ، خو مونږ به نه یو که مونږه نه اوسو هم که دا د زړه ډاډ مونږ ته حاصل شي ، چې تر مونږ وروسته به هر څه سم شي د صاحب شاه صابر د دي شعر په مصداق چې وایي :
مونږ د ځان نه یو، په ځـــان نه یو صابره
مونږ دي وسوځو ، خو لارې دي رڼا شي
  ،دا به زمونږ لوی سعادت وي ، نو زمونږ روح به هم آرامه وي ، دلته به سوله راشي ، او دا وران ویجاړ وطن به بیرته آباد او سمسور شي ،او په دي لارو به د تقدیر تیر شوي پلونه بیا را تازه شي ، او بیا به دعلم مشعلونه روښانه شي ، دا د غضب قهر ، کبر ، او جهل دیوان به خدای زمونږ له مخي لیري کړي ،په ګلبټو کې به ګلان وغوړيږي ، او ها بلبلان به خپلي نغمي د سره ونیسي ، زړونو کې به خدای بیرته د مهر او وفا تخم وکري ، د خلکو د زړونو دنیا به ودانه شي ، د ډیرو هیرو شویو ، خوبونو تعبیرونه به وشی ، زه منم چې داسي ورځ هرو مرو راځي زمونږ دا د سوي زړونو آهونه به آخر یو بدلون راولي ، زمونږ د زړونو مدعا به راځي هغه د درمان خلک به له غیبه راپیدا شي ، د تیاره ضمیرونو خاوندانو ځایونه به روښان ضمیره انسانان ونیسي ، د علم او پوهي ډیوه به روښانه شي ، زمونږ د خزان وهلي ګلشن کې به بیا بهار راشي ، د بلبلو به چغهار وي خو مونږ به نه یو ،