د جمهوررئیس په لارښوونه د افغان ډیپلوماټ اثار او یادښتونه چاپېږي

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اماني دورې د یوه ډیپلوماټ  مرحوم ادیب خان د اثارو او یادښتونو د مجموعې د ژباړې او چاپ چارې د هېواد دوو نومیالیو ادیبانو، څېړونکو او فرهنګیانو استاد حبیب الله رفیع او استاد محمد اصف صمیم ته وسپارلې.

د ارګ په ارشیف کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود په پیل کې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د یادو اثارو د ژباړې او چاپ په خاطر د استاد حبیب الله رفیع او استاد محمدا اصف صمیم د ګمارنې په اړه د هېواد د جمهوررئیس حکم ولوست.

په دغه حکم کې موظف پلاوي ته دنده سپارل شوې چې پر دې مجموعه څېړنه وکړي، د ژانرونو او محتوا له پلوه یې طبقه بندي او عربي متنونه یې په ملي ژبو وژباړي او د چاپ لپاره یې اماده کړي.

جمهوررئیس غني په دې اړه برابرو شویو مراسمو ته په وینا کې وویل، د تاریخ د شاګرد په توګه نن راته د ډېر ویاړ ځای دی چې د افغانستان د تاریخ یو  نوم ورکی (ګمنام) شخصیت بېرته د هیواد خلکو ته ورپېژنم.

جمهوررئیس زیاته کړه، ډیپلوماټ  ادیب خان د بخارا په جمهوریت کې د اعلیحضرت  امان الله خان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله او د اماني او امانیه ښوونځیورئیس او له دې امله به یې رئیس مکتبین باله. د محمدولي خان دروازي په مشرۍ روسیې او اروپا ته د افغانستان د ډیپلوماتانو د  لومړني پلاوي غړی وو.