لومړی ځل د عربي ژبې یوې لیکوالې"من بوکر" نړیواله جایزه وګټله

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د "من بوکر" سږنۍ نړیواله جایزه د عمانۍ لیکوالې جوخة الحارثي ناول 'سیدات القمر' یانې (د سپوږمۍ مېرمنې) وګټله. دا د برتانیا یوه ارزښتناکه جایزه ګڼل کېږي. هغه لومړنۍ عربه لیکواله شوه چې له عربي ژباړل شوی کتاب یې دغه جایزه ګټي

.

دا د درېیو داسې خویندو کیسه ده چې په عمان کې له رامنځ ته شوو بدلونو سره د ځان د بلدولو هڅه کوي.

دغې جایزې ته سږ کال په اصلي ژبو شپږ ناولونه وړاندې شوي وو، چې په برتانیا کې انګلیسي ژبې ته وژباړل او چاپ شول. جوخه به د خپل دې ناول له برکته ۶۰ زره ډالر له امریکایۍ مارلین بوت سره په ګډه ترلاسه کړي.

مارلین په اکسفورډ پوهنتون کې د عربي ادبیاتو استاده ده.

دغې عمانۍ لیکوالې په عربي ژبه ګڼې لنډې کیسې، دې ناولونه او د ماشومانو لپاره یو کتاب لیکلی.

جوخه د سکاټلنډ په اډنبره پوهنتون کې کلاسیک عربي شعر لوستی، چې وسمهال د عمان پلازمېنې مسقط د سلطان قابوس پوهنتون کې استاده ده.

دا ۴۱ کلنه عمانۍ لیکواله د لنډو کیسو پر پنځو نورو لیکوالو مخکې شوه، دې جایزې ته فرانسوي، جرمني، پولنډي، کولمبیايي او چیلي لیکوالو خپل اثار وړاندې کړي وو.

د جوخه "سیدات القمر" (د سپوږمۍ مېرمنې) ناول منځپانګه د درېیو خویندو پر کیسه راڅرخي، چې په عماني ټولنه کې له بدلونونو سره ځان اشنا کوي او څرنګه د دوی کورنۍ له دغو بدلونو سره ځان سمبالوي.

د کیسې پېښې تر ډېره د عمان په "العوافي" کلي کې دي، چې درې خویندې -: مایا چې له عبدالله سره یې له ډېرو ستونزو وروسته واده کړی، اسماء چې مازې د ټولنیز پور په توګه یې واده کړی او خَولة چې کاناډا ته د کډوال شوي مېړه په تمه ده - یې د ناول اتلانې دي.

'ګارډین' ورځپاڼې دا ناول په لوېدیځ کې د نسبتاً نا شنا کلتور یو څرک" بللی، خو 'ده نېشنل' ورځپاڼې دا ناول یوه ''لویه ادبي خدايي ورکړه او ژور تصور'' بللی دی.