ګلرحمن رحماني
هر کال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په میلیونونو نارینه او ښځینه د مارچ اتمه د غونډو او ناستو په بڼه نمانځي. د مارچ اتمه په نیویارک کې د کتان د فابریکې د کارکوونکو ښځو مبارزې ته ور ګرځي ، چې په۱۸۵۷م کال کې پیل شوې ده . د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په کم مزد کار سختو او غیر انساني شرایطو هغه ښځې او نارینه چې یو ځای صنعتي فابریکو ته ننوتلي وو په دې مجبور کړل ، چې د دغو بې عدالتیو پر وړاندې منظمه او پلان شوې مبارزه پیل کړي . په دې ورځ د نساجۍ د یوې فابریکې ښځینه کارګرانو ، چې د جامو جوړولو په یوه لویه فابریکه کې یې کار