مطیع الله سحر
څوکلونه کېږي چې په افغانستان کې د داعش ترورستي ډلې احتمالي حضور ته په پراخه کچه تبلیغات کېږي او په داخلي رسنیو کې یې په اړه ضد او نقیض خبرونه خپرېږي. دغې ترهګرې ډلې په وروستو وختونو کې په افغانستان کې خپل حضور پراخه کړی دی. دغه ډله د افغانستان د نورو سیمو په پرتله په ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې ډېر جنګیالې لري.