ځان جوړونه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

دا چې انسان په ټولنه کې ژوندی کوي، نو حتمي ده چې د یو مطرح وګړي او فعال شخصیت په شان راښکاره شي ، زده کړه ،  کاري وړتیا ، یو ډول معلومات ، یو څه مهارتونه ، په یوه ټولنه کې د خلکو تر مابین ټولنیزې اړیکې او نورې وړتیاوې له ځانه په عملي ډول وښیي، تر څو ټولنه کې د یو وګړي په څېر ژوند وکړي

.

شخصیت په ټولنه کې تبارز کوي او په ټولنه کې څرګندېږي هر وخت چې په ټولنه کې له انسان نه څه کړه وړه راڅرګندېږي یا راڅرګند شي د ټولنې له حرکتونو ، عاداتو ، کلتور او ان نورو برخو سرچینه او رنګ اخلي، دا چې انسان متحرک ، ټولنیز ، تاثیر لرونکی او تاثیرمننونکی موجود دی، جسمي او رواني فعالیتونه یې د خپلو رواني حالاتو او احساساتو د بدلون او همدارنګه د بهرنیو عواملو او پېښو څخه اغېزمن کېږي .

هر وګړی د شخصیت جوړونی علاقه او مفکوره لري چې د هغه د تطبیق او پلي کولو په خاطر له ځانه طرحې او پلانونه وړاندې کوي او د غوره شخصیت جوړونی لپاره هدف ته د نیږدی کیدو په منظور ګامونه اخلی. شخصیت جوړونه له سیاست نه په الهام د هغې یوه برخه شمېرلی شو ، د غوره شخصیت جوړونې لپاره پنځه بنسټونه ډېر مهم دي، لمړی مور او پلار ، دویم ښوونځی ، دریم ملګری ، څلورم چاپیریال ، پینځم ته په خپله .

د انسان  د شخصیت جوړونه کې مهم بنسټ مور او پلار دی ، کله چی ماشوم پیدا شی له یو څه وخت وروسته ماشوم تربیې او زده کړې ته ضرورت لري د ماشوم تربیه په ټولنې پورې اړه لري چی یو ماشوم په ټولنه کې څنګه روزي ایا ماشوم ته اسلامي روزنه ورکوي او که غیر اسلامي ، افراطي روزنه ورکوي او که غیر افراطي .

د انسان په غوره شخصیت جوړونه کې دویم مهم بنسټ ښوونځی دی. ښوونځی هغه ځای دی چې زده کړیالانو پکې لومړنۍ زده کړه حاصلوي مونږ وایو چې شخصیت جوړونه په دوه لارو کېږي یوه مستقیم ( ښه ) لار او بله غیر مستقیم ( بده ) لار ، که چېرې په ښوونځي کې زده کړیال ته هغه درسونه چې د افغانستان د تعلیمي نصاب برابر دي او د ملي ګټو زیانمنونکي نه وي ښه شخصیت دی او  که زده کړیال ته غیر اخلاقي او غیر انساني زده کړه ورکړل شي هغه ته بد شخیت لرونکی شخص ویلی شو.

د انسان په غوره شخصیت جوړونه کی دریم مهم بنسټ ملګری دی مونږ په پښتو کې متل لرو چې ښه ملګری به دې وژړوي او بد ملګری به دې وخندوي، مونږ یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو او مسلمانان یوو. که مونږ داسې ملګري ولرو چې ټول عمر په نشو تماشو او بدو افعالو مبتلا وي که مونږ څومره ښه یوو، خو بیا هم تر پوښتنې لاندې راځو، ځکه د غوره شخصیت جوړونه کې ملګري ډیر مهم رکن دی .

په ځان جوړونه کی چاپیریال ډیر مهم دی ځکه د یوی ټولنی چاپیریال د هغه ځای په وګړو تاثیر کوی مونږ وایو د درس لپاره ښه او ارام چاپیریال ته ضرورت ده نو د همدی لپاره د غوره شخصیت جوړونی لپاره چاپیریال ډیر مهم ده .

که مونږ  د ځان جوړونی ټول بنسټونه ولرو ولی اخلاق ونه لرو فکر نه کوم چی مونږ دی په ټولنه کی یو ښه شخص ووسو لکه چی وایی ( چی علم کړی عمل پری نه کړی ، لکه په خره باندی چی بار کړی کتابونه ) تر ټولوو مهم د ځان او بیا د خدای پیژندل دی او بیا د مشرانو احترام کول او په کشرانو شفقت کول دی .