د کوکنارو د کښت د مخنیوي چاره

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د نشه یي توکو قاچاق او استعمال که نړیواله معضله ده، خو د کوکنارو او چرسو کښت بیا افغاني معضله ده، ځکه د نړۍ په کچه یې افغانستان له لویو تولیدونکو څخه یو دی، اوس د دې اساسي چاره پکار ده چې افغان بزګر څنګه په دې قانع شي چې د کوکنارو او چرسو پرځای نور بې ضرره او داسې شیان وکري چې هم د ټولنې اړتیا پوره کړي او هم یې داخل او خارج کې چاته ضرر ونه ورسېږي

.

په تېرو پنځلسو کالو کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت په دې برخه کې بېدرېغه پیسې مصرف کړې، برنامې او پالیسیانې یې جوړې کړې، غونډې او سیمینارونه یې وکړل، خو دې ټولو یو توت فایده هم ونه کړه، حتی کال په کال ورسره برعکس په افغانستان کې د چرسو او کوکنارو کښت د کمېدو پرخای لا زیات شو.

دا چې د نشه یي توکو پر ضد او په لویه کې د افغان حکومت او د دوی د نړیوالو ملاتړو د هڅو او لګښتونو باوجود ولې د نشه یي توکو کښت په افغانستان کې کم نشو، زما په نظر له لویو او عمده دلیلونو څخه یې یو دا وو چې دوی د ستونزې عمق ته یا ونه رسېدل او یا یې په خپله ځانونه ونه رسول.

د ستونزې عمق په خپله افغان بزګر دی، مګر حکومتي مسوولینو یا بزګر ته ځانونه ونه رسول او یا له ټوپک او کوتک سره افغان بزګر ته ودرېدل، له بزګر سره د خبرو پرځای یې بزګر تهدید کړ، د هغه کروندې یې واړولې، او نور نو همداسې په خپله مخه ځنې راغلل.

د دې کار تاوان څه وو، تاوان یې دا وو چې افغان بزګر یې زړه ماتی او له حکومته لیرې کړ، هغه یې په لوی لاس د وسله والو مخالفینو غېږې ته ور واچاوه او دېټه یې مجبوره کړ چې د خپلې دفاع او ځان ګټلو لپاره هغوی ته پناه وروړي او هغوی بل کال ته د لا ډېرو کوکنارو کرلو ته وهڅول او په همدې خاطر یې ډېرې لیرې پرتې سیمې ورته نارامه کړي.

په دې کې د وسله والو مخالفینو دوه هدفه وو، لومړی دا چې حکومت ته له دې اړخه سرخوږی لا زیات کړي او همدارنګه د افغان بزګر زړه ځانته راوړي، د افغان بزګر زړه لاسته وروړل دوی ته په دې مهم وو چې هلته خپله ورځ او شپه تېره کړي او ډاډه تګ راتګ ولري. دویم هدف په کې دا وو چې دوی یې عشر ترلاسه کؤي او بیا ترلاسه شوی عشر بېرته د جنګ په دوام او تمویل ولګوي.

موږ ولیدل چې د حکومت پخوانۍ پالیسۍ د نشه یي توکو په برخه کې د ګټې پرځای تاوان وکړ، دا ځل حکومت ته ښایي چې په خپله پالیسۍ له سره غور وکړي او دا کار ډېر په اسانه کېدلی شي. داسې چې د سیمې د علماو ، مشرانو او بزګرو ګډې غونډې دې جوړې کړي او له هغوی څخه دې په دې اړه واوري چې اصل حل لاره څه ده؟ په دغه ډول جرګه او بحثونو کې به دوی د بزګر اصلي مجبوریت ته وسېږي، هغه به درک کړي او په نتیجه کې به داسې لیکلې پرېکړه وکړي چې که بزګر سږکال په درې پټیو کې کوکنار کري، نو کال ته به یې دوه پټیو ته راکموي، بل کال ته به یې یوه او دریم کال به یې بېخي نه کري او هر کال یې چې کري د هغو معلومه مالیه به حکومت ته ورکوي.

بل لورته به حکومت په بدل کې د بزګر اساسي ستونزې ور حلوي، مثلاً د اوبو لګولو سیستمونه به جوړوي، د کروندو په اړه به مشورې ورکوي، پاروګان او تخمونه به ورکوي، حتی د امکان په صورت کې به ورته واړه پورونه او نورې اسانتیاوې برابروي. تر هغو چې د دغه ډول اساسي حل لارې فکر ونشي، نو باور مې نشي چې د پخوانۍ پالیسۍ په اساس دې نشه یي توکو کښت له منځه لاړ شي.