ګل رحمن رحماني
که انساني ټولنه واحد وجود وګڼو، نو ښځه د دغه وجود نیمه او مهمه برخه تشکیلوي، خو درېغه چې زموږ په ټولنه کې د دغه وجود پر وړاندې ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند کېږي. په خپله ټولنه او خواو شا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې او بېلګې موجودې دي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ستونزه اوسنۍ نه ده، ان د اسلام له مبارک دین دمخه ښځې ژوندۍ خښېدلې. د پخواني چین په قانون کې ښځه د نړۍپر مخ تر ټولو بې ارزښته موجود ګڼل کېده. رومیانو ورته د نا اهله لقب ورکړی وو او تر دې یې لا سپکه او حقیره ګڼله. په پنځمه