لیکوال : دکتور محمد سعید «سعید افغانی »
ګران لوستونکي به د دې پوښتنې د ځواب د پاره هریو ځانله څه په خیال کښې لري.
هو: د پوهانو فکر یو وخت داسې مرتبې ته رسیـږي چه واړه واړه شیانو ته اهمیت نه ورکوي او په تدریجي صورت سره د کور ځېنې کلي ته اود کلي ځېنې قرئې ته اود قرئې ځېنې علاقې ته او د علاقې ځېنی سمت ته اود سمت ځېنې مملکت او وطن ته اود وطن ځېنې نړۍ او دنیا ته د فکر وړانگې او پلوشې خپروي او د دنیا اصلاح، اتحاد، ترقي او آرامي د نظر لاندې راولي