پاکستان ته سپینه خبره پکار ده!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

لکه څنګه چې د خدای په وحدانیت کې شک نشته، نو هیڅوک په دې کې هم شک نه لري چې طالب له پاکستانه لمسول کېږي، له هغه ځایه پړسول کېږي او له همغه ځایه روزل کېږي. د افغان وژنې لپاره، د افغان د بدبخته کولو او د افغانستان د ورانۍ، ویجاړۍ او دربدرۍ لپاره

.

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د بدبینۍ او دښمنۍ دریځ نه د داخلي او نه هم دبهرني له سترګو پټ دی او نه هم څوک ذره شک په کې لري، مګر پوښتنه داده چې د دې ټول واقعیت باوجود بیا هم د پاکستان لاس له افغان وژنې نه لنډېږي او نه هم په زغرده دا ورته ویل کېږي چې څه کوې او ولې کوې؟

که څه په تېرو څلورو کالو کې ولسمشر غني په دې برخه کې کافي وضاحت او جدیت اختیار کړ، مګر خلک پایله غواړي او له بده مرغه پایله لا تراوسه هم هغسې حاصله نه ده لکه څنګه یې چې افغان ولس توقع لري. ولس چې په هر قېمت وي د خپلې وینې د بهېدو ودرېدل غواړي ، په نورو سیاستونو غرض نه لري، ځکه سیاست د حکومتونو کار دی، ولس د سیاستونو محصول او نتیجه غواړي.

پاکستان ته نوره سپینه خبره پکار ده او د دغې سپینې خبرې لپاره ځکه همدا مناسب وخت دی چې له یوې خوا نور زموږ خلک د پاکستان له لوري د تحمیل شوې جګړې د وحشتونو د زغم تاب نه لري. له بلې خوا افغانستان نړیوال ستراتیژیک ملګري لري او غږ یې هم تر ډېره اورېدل کېږي. موږ دا منو چې په یوازې ځان به د افغانستان غږ او اعتراض ته نه چندان پاکستان ارزښت ورکړي او نه به هم نړیوال ورباندې غږ وګروي، مګر که دوی په دې برخه کې په نړیواله کچه لابي وکړي او پاکستان باندې د فشار راوړلو کوښښ وشي باور دی چې پاکستان به له خپلې ناړامۍ واوري.

دا ټولو ته معلومه ده چې پاکستان په سیاسي، مالي او نظامي لحاظ د دې جوګه نه دی چې د نړۍ پر وړاندې دې په یوازې ځان ودرېږي. افغانستان دې په لومړي سر کې له امریکا سره خبره واضح کړي او له دوی دې وغواړي چې دوی په افغانستان کې څه غواړي، که د جنګ ختمول او د سولې تامین وي، نو د هغه لاره دغه نه ده په کومه چې دوی روان دي، ځکه هره ورځ افغانان وژل کېږي. پاکستان پر کونړ توغندي راولي، مګر امریکایان ورته له ورایه ګوري.

امریکا که وغواړي نو دوی پر پاکستان د فشارونو له لارې پاکستان د افغانستان له دښمنۍ څخه اړولی شي او باید دا کار وکړي، ځکه چې له افغانستان سره د ستراتیژیک امنیتي تړون د لاسلیک مانا همدا دی چې دوی باید د افغانستان پر وړاندې شته تهدیدونه دفعه کړي.

په دې کې شک نشته چې حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني په دې برخه صادقانه هلې خلې کوي او دوی کوښښ کوي چې د مذاکراتو له لارې پاکستان له افغان دښمنۍ څخه واړي، خو که یې پاکستان نه مني، نو بیا دې افغان حکومت هم له نړیوالو او هم له پاکستان سره جدي خبرې وکړي. که بهرنیان همداسې چل کوي، نو بیا ښه داده چې دوی خپلې بسترې وتړي او له افغانستان څخه ووځي او بیا به افغانان په خپله دا دریځ اختیار کړي او پرېکړه وکړي چې د پاکستان پر وړاندې باید څه وکړي. مګر د بهرنیانو اوسنی غیر موثر شتون او د پاکستان دښمني په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي.