سعودي او بروکسل پر افغان سوله او افغانستان بحث کوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 محمد روښان ښاد

سبا او بل سبا په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ علما د افغانستان د سولې او ثبات په مناسبت جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د امنیت او ثبات او همدارنګه په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو کنفرانس پر افغانستان، له افغانستان سره په همکاریو، پرمختګونو، مرستو، اصلاحاتو، د نظام پر پیاوړتیا او نورو اړوندو مسایلو بحث کوي

.

له دې څخه معلومېږي چې هم حکومت په ښه مسیر روان دی او هم د حکومت د سیاستونو او ښو مناسباتو له برکته لا هم افغانستان په نړۍ کې د توجه په محراق کې قرار لري او لا هم د بحثونو تمرکز پر افغانستان دی.

سعودي عربستان وروسته له هغې د افغانستان د جنګ او سیاستونو په اړه خپل اوږد سکوت مات کړ، له کومې ورځې چې افغان دیني علماو پلازمېنه کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د روان جنګ د مطلق حرام او ناروا ګڼلو په اړه متفقه فتوا ورکړه او په جنګ کې له ښکېلو خواو یې وغوښتل چې دایمي سولې ته د رسېدو او د جنګ د پایته رسولو لپاره دې په خپلو کې اوربند اعلان کړي چې په دې برخه کې هم لومړی ګام حکومت پورته کړ، ځکه ولسمشر غني د دیني علماو فتوا او وړاندیز ته په درناوي لس ورځنی اوربند اعلان کړ.

ځینې مغرضو کړیو او افرادو د حکومت دغه یو اړخیز اوربند نه یوازې بې ګټې باله، بلکې دوی دا د هېواد دامنیتي او دفاعي ځواکونو د لاسونو د ورتړلو په مانا تعبیراوه او له همدې امله یې خپل ناوړه دریځونه د عامه اذهانو د ګډوډولو لپاره څرګندول، خو لږ وخت وروسته چې نړیوالې ټولنې او بین المللي بنسټونو له اوربند څخه خپل پراخ ملاتړ اعلان کړ، نو ورسره جوخته دوی هم خاموشي اختیار کړه، ځکه چې له یوې خوا نړیوالې ټولنې د حکومت د اوربند ملاتړ او هرکلی وکړ او له بل لوري طالبانو هم د اخترې درې ورځې اوربند اعلان کړې.

څو اونۍ دمخه سعودي عربستان دوه مهمو خطیبانو د جمعې د لمانځه خطبې د افغانستان سولې او ثبات ته ځانګړې کړې او دوی په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې روان جنګ او افراطیت حرام وباله. سعودي عربستان څخه په مراتبو د منځګړتوب غوښتنه شوې وه، مګر تر دې مهاله دوی هیڅ عملي ګام پورته نه کړ، مګر کله چې حکومت د سولې په برخه کې خپلې هڅې پراخه کړې او اندونیزیا په دې برخه کې عملي اقدام وکړ، بیا ازبکستان د افغانستان په مناسبت د سولې د کنفرانس کوربه توب وکړ، نو دغو هڅو عربستان یو څه وارخطا کړ او له همدې امله یې اوس د سولې په برخه کې په عملي اقداماتو لاس پورې کړ او دوی ژمنه کړې چې د سولې د تامین تر پایه به له افغان حکومت سره وي او دوی د سولې تامین د ټولې اسلامي نړۍ د مسلمانانو مسوولیت ګڼلی دی.

په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د علماو نړیوال کنفرانس ته د افغانستان دیني علما او د سولې عالي شورا استازي ورغلي دي چې د افغانستان استازیتوب وکړي او د جرمني په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې ناستې په خپله ولسمشر غني ورغلی دی چې په یاده غونډه کې د وینا او ګډون ترڅنګ به د بېلابېلو هېوادونو له هغو مشرانو سره هم لیدنې ولري چې په یاد کنفرانس کې د ګډون په موخه بروکسل ته ورغلي دي. باور دی چې دغه دواړه غونډې به د افغانستان لپاره د سولې ، ثبات، انکشاف او ښې حکومتولۍ په برخه کې پام وړ لاسته راوړنې ولري.