د سولې هڅې د سوکالۍ څرکونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

ولسمشر محمداشرف غنی د چنګاښ په لسمه ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له ولسونو سره په یوې پراخه غونډه کې وویل: (سوله راتلونکې ده ، ملي ، سیمه ییزه او په نړیواله کچه موږ اجماع جوړه کړې اتیا سلنه کارونه مخکې تللي ، اوس خبره اقدام ته پاتې ده ، غوښتنه مې دا ده چې په وړو مسایلو کې دا ملت مه مصروفوئ لویو مسایلو ته راشئ)

.

 د ښاغلی ولسمشر د لویو مسایلو څخه ملي مسایل مطلب دی چې باید افغانان په ملي مسایلو کې لاس سره یو کړي ، ځوانان له نفاق څخه لرې وساتئ او په ګډه سره د سولې په برخه کې چې د ټولو افغانانو ملي ارمان دی  لاسونه یو کړئ او په ګډه سولې ته کار وکړئ .

که مونږ د سولې په برخه کې په کور دننه د سولې غوښتنې ولسي کاروانونه او حرکتونه، دعلماوو فتوا وګورو چی طالبانو ته یی د قران د ایاتونو او د محمد(ص) د احادیثو په رڼا کې د سولې او دایمي اوربند په اړه وړاندیز کړی ، او د دې تر څنګ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د کوچني اختر درې ورځنی اوربند چی دوه مخالفین چې همیش به یې د ټوپک شپیلۍ د یو بل په مقابل کې نیولې وې خو د اختر په ورځو کې په یوه دسترخوان درې ورځې ډوډۍ په ګډه سره وخوړه ، نو له دې معلومېږي چې دواړه ډلې (طالبان او حکومت) له جګړو ستړي شوي او نور نه غواړي چې خپل وروڼه ووژني .

د سولې په برخه کې نړیواله اجماع هم جوړه شوې اوس د دې وخت رارسېدلی چې عملي اقدامات وشي. پاکستان چې تر ډېره طالبان روزي او په ځینو سیمو کې یې ورته روزنیز مرکزونه جوړ کړي دی په دا وروستیو کې د مالي اقدام کاری ډلی (ایف ، اې ، ټي ، ایف) چی د ترهګری د مالی سمبالښت پر وړاندې د مبازې لپاره جوړه شوی ، له اوږده بحث وروسته په خړ نوملړ کی د پاکستان نوم د لیکلو پریکړه وکړه ، چی د دی خړ لیست سره پاکستان دیته مجبوره شوه چی د خړ لیست څخه د وتلو لپاره د ترهګرو روزنه ختمه کړی او ترهګر له خپل هیواده وشړٍي .

ایران چې په دا وروستیو کې د داعش د وېرې په خاطر له طالبانو سره په ځینو مواردو کې همکاري کوی هم قانع شوی چی طالبان زما ملګری نه بلکی دښمنان دی ځکه که زه له طالبانو سره د وسلو او مهماتو په برخه کی همکاری وکړم دا همکاری د دی سبب کیږی چی طالبان له افغان حکومت نه سیمی ونیسی او په هغو سیمو کی د داعش فعالیتونه ورځ تر بلی زیات شی نو د همدی په خاطر ایران هم له طالبانو غوښتی چی له افغان حکومت سره سوله وکړی .

امریکا هم دې نتیجې ته رسېدلې چی د جګړی له لاری طالبان کمزوری کیدای نه شی ښه او لازمه لار دا ده چی باید طالبان له افغان حکومت سره د سولی په برخه کی خبری وکړی ځکه دواړه افغانان دی او مونږ نه غواړو چی په افغانستان کی جګړه وغځو، په هر شرط چې وي او په هر قېمت چې وي د جګړې ودرول د هېواد او ولس په ګټه دی او نور باید خاتمه ومومي او ځای یې تلپاټې سوله ونیسي.