سوله نوره هم اسانه شوه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

په دې کې شک نشته چې افغانان لا له پخوا او لومړي سره د سولې غوښتونکي و او لا هم په همغه جدیت د سولې غوښتونکي دي، خو دلته ستونزه داده چې پردی جنګ زموږ پر هېواد او خلکو تحمیل شوی دی او دغه جنګ له موږ څخه د سولې انتخاب دومره لیرې کړی دی چې موږ په هغه برخه کې بېخي بې وسه او ناتوانه یوو

.

دلیل یې دادی چې اوسنی جنګ د افغانانو جنګ دی، دا پر افغانانو تپل شوی جنګ دی چې د پردیو له لوري ورباندې پیل شوی او تپل شوی دی، نو د دې جنګ د ودرولو صلاحیت هم له پردیو سره دی، مګر پر وړاندې یې ولسي مقاومت پردي د دغه بدمرغه جنګ ودرولو ته مجبورولی شي، خو ستونزه داده چې په داخل کې ځینې مافیایي کړۍ ، افراد او اشخاص چې ګټې یې په همدې جنګ کې خوندي دي، هغوی په لوی لاس دغه جنګ ته لمن وهي او د جنګ د کرارېدلو پرځای د جنګ د تېزولو هڅه کوي.

خو دا چې نهیلي د اسلام د مبارک دین له پلوه هم ګناه ده او افغانان د خپل لوړ همت او مورال له مخې هم هیڅ وخت ځان نهیلۍ ته نه ورکوي، نو دوی هم سوله سخته ګڼله، خو بېخي نهیلي نه و او په دې وروستیو کې خو د سولې امیدواري ځکه زیاته وه چې ولسمشر غني د سولې په برخه کې د هلو ځلو پرمټ ملي، سیمه ییزه او بین المللي اجماع رامنځته کړه، طالبانو ته یې بې قیده او شرطه او بېساري وړاندیزونه وکړل، حتی تر دې چې تېره اونۍ یې ورسره یو اړخیز اوربند اعلان کړ او په تعقیب یې طالبانو هم اوربند اعلان کړ، نو له دې سره د سولې امیدواري تر پخوا لا زیاته او هغې ته رسېدل اسانه شول.

دا نو اوس په ولس او زموږ د ټولنې په بېلابېلو اقشارو پورې اړه لري چې دوی د سولې په برخه کې په ګډه کار وکړي او په جنګ کې ښکېلې خواوې دېته وهڅوي چې خپل دغه موقت اوربند کرار کرار وغځوي په دایمي اوربند یې بدل کړي. د دایمي اوربند په نتیجه کې د سولې مذاکرات شروع کړي او بالاخره لکه څنګه چې حزب اسلامي او دولت ترمنځ مذاکرات بریالي شول، دغه ډول افغان وسله وال طالبان او حکومت هم په بریالیتوب سره د سولې په اړه نتیجې ته ورسېږي.

لومړی؛ د سولې لپاره د امیدوارۍ تر ټولو مهم ټکی دا دی چې افغانان د سولې په ننګه را وتلي او نور هیڅوک دلته د جنګ پلویان نه دي. په ملي او نړیواله کچه د سولې پر بهیر ټینګار به بالاخره د جنګ د پلویانو پر اراده او چلند اغېز وکړي، ځکه  په نړیواله کچه د افراطیت پر ضد د دیني علماوو ترمنځ نوی تحرک دی چې د جګړو او خشونت دیني مشروعیت یې نفی کړی دی. بالاخره افغان علماو هم د افراطیت، جنګ، انتحار او انفجار د مطلق حراموالي په اړه خپله فتوا ورکړه.

لنډه دا چې افغانان تر بل هر وخت دا مهال سولې ته ورنږدې شوي، نو ټول مسوول افراد، اشخاص، ډلې، حکومت، علما، مشران او ټول منورین دې د سولې له برابرو شویو فرصتونو څخه په استفادې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره ګام واخلي.