‎اوربند !

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مینه منګل

‎سره له دې چې جګړه نه د افغانانو ده او نه د افغان حکومت په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او پر موږ په زوره تپل شوې، او قرباني یې هم موږ یو ، خو بیا هم افغان ولسمشر ټولو اسلامي انساني او او نړیوالو اصولو ته په کتو د روژې د مبارکې میاشتې له اوه ویشتمې د اختر تر پنځمې پورې له وسله والو مخالفینو سره اور بند اعلان کړ، دا ددې ښکارندويي کوي چې افغان حکومت جګړه نه غواړي افغان حکومت انسان وژنه نه غواړي افغان حکومت سوله غواړي او د انسانانو خوندي ژوند غواړي


‎د کابل پروسې د کانفرانس پر مهال افغان حکومت وسله والو ته ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه وړاندیزونه درلودل ، چې په هغې کې یوه ماده د اور بند وه ، 
‎او ولسمشر غني د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې وسله‌والو طالبانو، نړیوالې ټولنې او پاکستان ته واضع وړاندیزونه  وکړل او له طالبانو سره د روغې جوړې په موخه د سیاسي اډانې وړاندیز ترڅنګ وویل، اوربند دې وشي او طالبان دې د سیاسي ګوند په توګه وپېژندل شي.
‎ولې طالبانو د افغان ولسمشر دا وړاندیزونه رد کړل د کنفرانس پر مهال او وروسته  یې زیاد بریدونه ترسره کړل چې د بېګنا افغانانو ژوند یې واخیست ، همدا راز د هېواد په څو ولایتونو کې یې دوامداره جګړه وکړه چې خپله همدا جګړه کوونکي پکې مات شول .
‎پوښتنه دلته ده چې وسله وال طالبان د جګړې د لارې څه تر لاسه کولی شي؟ 
‎که چېرې دوی د افغان حکومت ټول وړاندیزونه ومني د عزت ژوند به تر لاسه کړي ، بد بختانه پاکستان ایران او یو شمېر نور هېوادونه کله هم نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه ودرېږي ځکه ددې هېوادونو ګټه د افغانستان په جګړه کې ده .
‎طالبان اوس ښه موقع لري دا چې افغانان په جګړه کې ښکېل نه بلکې تل قرباني ول. 
‎خو بیا هم
‎غواړي چې د جګړې له ښکېلو غاړو سره د سوله وشي. 
‎طالبان که سوله غواړي دا یې ښه وخت دی افغان حکومت به هر هغه ټول امکانات دوی ته ورکړي کوم چې نورو هېوادوالو د پاره دي، اوس یې وخت دی چې د جګړې پر ځای په دې فکر وکړي چې کومه لاره غوره کړي، د جګړې لاره  یوه لور ته هم ګټه نه لري که د سولې لاره  غوره کړي نو دوی به د ټولو اسلامي او انساني حقونو برخمن شي. 
‎دوی د نور د پاکستان او ایران د لاس وسلې نه جوړېږي 
‎افغان حکومت د کابل پروسه کې طالبانو سره ښې ژمنې وکړې لکه 
۱: د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت له‌پاره د تدابیرو نیول.
۲: په کابل او یا هم بل کوم هېواد کې ورته د دفترونو پرانیستل.
۳: له نړیوالې ټولنې به وغواړو، چې پر طالبانو بندیزونه لېرې کړي. طالبانو ته د پاسپورټونو صادرولو، په ازاد ډول سفر کولو، رسنیو ته د لاسرسي د ترتیباتو او د طالبانو د کورنیو له بېرته مېشتېدو په برخو کې مرستې کول.
‎طالبان تر دې ‌‌‌‌‌‌ډېر او ښه څه غواړي؟ 
‎افغان حکومت تل وسله والو طالبانو ته ښه نیت لرلی او تل یې ورته د سولې دروازې خلاصې پریښي که یې ومنلې نو د عزت ژوند به ولري که د پاکستان په لاره لاړل ،نو تل به ذلیله وي. 
‎زه هیله لرمه چې د حکومت د اوربند پرېکړه په افغانستان کې د دایمي سولې نښه وګرځي.
‎مینه منګل