د طالبانو اخلاقي او سیاسي ماتې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان دولت له طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ. دولت غواړي خپله اخلاقي برتري وښیي. طالبانو پرلپسې اخلاقي او سیاسي ماتې خوړلي. د کابل پروسې په سږنۍ ناسته کې د فبروري میاشت کې طالبانو سره د مذاکرې بلنه او هغوی ته د مشروعیت ورکولو طالبان سیاسي انزوا ته یووړل. تقریباً د نړۍ ټولو هېوادونو د دې بلنې ملاتړ وکړ. د سیمې قدرتونه چې د ناټو مخالف دي هغوی هم د دې بلنې سخت هرکلی وکړ. حتی پاکستان چې پوځ یې د طالبانو ملاتړی دی ونشو کولای چې

طالبانو سره د کابل د مذاکرو د بلنې ملاتړ ونه کړي. پاکستاني سیاستوال هم اړ شول چې مثبت غبرګون وښیي دغې بلنې ته. طالبانو سره د مذاکرې د بلنې بین المللي، سیمه ییز او داخلي هرکلی دا ډله له بد اخلاقي وضعیت سره مخ کړه، اما طالب مشرانو د جنګ لاره اختیار کړه.

اوس روښانه شوې چې کومه ډله د جنګ غوښتونکې ده. طالبانو استدلال کاوه چې د دوی جنګ مقدس دی او د شرعي امارت د اعادې لپاره جنګېږي، اما د درې زره دیني عالمانو فتوا سره روښانه شوه چې د طالبانو داعیه په هیڅ عنوان شرعي نه ده. دیني عالمانو وښوده چې د طالبانو جنګ نه یوازې مقدس نه دی بلکې ناروا وینه بهونه ده او باید ژر تر ژره ودرول شي. د دیني عالمانو د فتوا په تعقیب حکومت یو اړخیز اوربند هم اعلان کړ. اوربند په تکتیکي توګه دولت ته ضربه رسوي، اما د حکومت اخلاقي برتري یو ځل بیا برجسته کوي.

طالبانو د مذاکرې بلنه رد کړه. هغوی د دیني علماو پر غونډه انتحاري برید وکړ. بې له طالبانو بله هیڅ ډله ځانمرګي نه لري او نه یې ایډیولوژیکه توجیه کولی شي. دې ډلې یو اړخیز اوربند هم ونه مانه. طالبان شاید کوښښ وکړي چې له یو اړخیز اوربند څخه تکتیکي استفاده وکړي. دا ټول ښیي چې طالبان او د هغوی داخلي او بهرني ملاتړي جنګ غوښتونکي دي. د طالبانو مشران چې په پاکستان کې ژوند کوي، د افغانستان د ویراني او د خلکو د قتل عام پروا نه لري. هغوی یوازې یوازې په خپلو ایډیولوژیکو باورونو او د خپلو بهرنیو متحدانو د ګټو فکر کوي. که هغوی واقعاً غواړي افغانستان د لویدیځ نظامي ملاتړ څخه بې نیازه شي، نو باید کابل سره یې مذاکره پیل کړې وای.

اما طالبانو د کابل او نړیوالې ټولنې د مذاکرې هلو ځلو ته رد ځواب ورکړ او حتی د دیني عالمانو فتوا یې ونه منله. د طالبانو پیغام ټولو ته ډېر واضح دی. هغوی د جنګ لاره اختیار کړې او په دې لاره کې ثابت قدمه دي. د افغانستان خلکو ته د اوښتونکو زیانونه محاسبه نه کوي. دولت مکلف دی چې د افغانستان د خلکو دفاع وکړي. د دولت پاشل کېدل د افغانستان د خلکو د ژوند د نابودۍ لامل کېږي. د هرج مرج مخنیوی د ټولو دنده ده. حکومت مکلف دی چې له هرې وسیلې څخه د افغانستان د دفاع او د دولت د لپاره استفاده وکړي. کله چې طالبان او د هغوی ملاتړي د جنګ د پایته رسولو لپاره هر ډول بلنه ردوي، د افغانستان دولت حق لري د خپل موجودیت لپاره په هر شکل کمک واخلي. افغانستان او نړیوال ملاتړي یې په ښه اخلاقي او سیاسي موقعیت کې قرار لري. قاطع او خشن چلند له هغې ډلې سره چې د سولې مذاکرات ردوي له هر پلوه مشروع دی.