خرقه شریفه کې د ولسمشر غني دسولې دعا

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امیرجان وحید احمدزی

د روژې مبارکې میاشتې په ۲۷ شپه افغان ولسمشر محمد اشرف غني خرقې شریفې ته له ځانګړي درناوي وروسته خرقه شریفه په دواړو لاسونو په سر ونیوله.  مخ پر قبله ودرېد او د خدای تعالی دربار ته یې په افغانستان کې د جنګ او وینې بهیدنې د ودرېدو، د تلپاتې سولې، اتفاق، اتحاد او سوکالۍ دعا وکړه

.  

دا دریم ځل دی چې افغان ولس په سختو او ستونزمنو شیبو کې خرقې شریفې ته مراجعه کوي او د خپلو ورپېښو ستونزو او کشالو د دایمي حل په موخه هغه د خدای تعالی دربار ته شفیع کوي. خرقې شریفې ته د ولسمشر غني ورتګ او بیا د سولې لپاره دعا په هېواد کې د سولې او ثبات د دایمي تامین لپاره د افغان حکومت په ځانګړي ډول د ولسمشر غني ټینګه اراده، عزم او نیت ښیي.

ولسمشر غني د خپل حکومت له لومړیو څخه د سولې موضوع په ډېر قوت او جدیت مطرح کړه، مګر د ده ځینې سیاسي مخالفینو او هغو افرادو او اشخاصو چې له ده سره یې د واک په سر اختلافات، عقدې او کینې لرلې، د ولسمشر غني د سولې غوښتنه او بلنه د وسله والو مخالفانو د ملامتولو او د افغان ولس د تېراېستلو هڅه وبلله.

مګر ولسمشر غني په تېرو درې نیمو کالو کې افغان ولس، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته دا ثابته کړه، چې حکومت هم د سولې اراده، هم یې نیت او هم یې برنامه لري، ځکه د همدغو هڅو له برکته د افغان دولت او حزب اسلامي د سولې مذاکرات په بریالیتوب پایته ورسېدل او ولس دېته هیله من دی چې د دولت او افغان وسله والو طالبانو تر منځ د سولې بین الافغاني مذاکرات هم پیل او په بریالیتوب سره بشپړشي.

د ولسمشر غني د غوښتنې، لارښوونې او عملي هلو ځلو له برکته په افغانستان کې سوله په یوه ملي پروسه واوښته. دغه مهمه او ملي پروسه به په هېواد کې د سولې او ثبات تر دایمي تامین پورې ادامه ولري.

 د سولې په برخه کې د ولسمشر غني ملي او بین المللي هڅو د ټولو د پام ور اړولو او هرکلي ترڅنګ د دوی ملاتړ هم خپل کړی دی. نوموړي هم په کور دننه د هېواد د بېلابېلو اقشارو استازي دېته هڅولي چې د سولې په برخه کې باید خپلې هڅې او مشورې ونه سپموي او هم یې د سیمې، اسلامي هېوادونو او نړۍ په کچه د افغان سولې لپاره پرلپسې هڅې کړې دي، د اندونیزیا، ازبکستان او په دا وروستیو کې په شانګهای سرمشریزه کې د ولسمشر غني وینا او پر افغان سوله تمرکز او ټینګار د نوموړي د هڅو څرګند ثبوت دی.

تر دې دمخه د کابل پروسې په ناسته کې وسله والو مخالفینو ته د ولسمشر غني د سولې بې قید او شرطه بلنه او بېساری وړاندیز د نړۍ هېوادونو وستایه او د هغه ملاتړ یې وکړ. همدارنګه په افغانستان کې د درې زره علماو له متفقې فتوا وروسته د افغان وسله والو طالبانو پر وړاندې د ولسمشر غني اوربند د سولې د تامین لپاره د باور فضا د رامنځته کولو په برخه کې د نوموړي یو بل مهم ګام و چې په ملي او بین المللي کچه یې پراخ هرکلی او ملاتړ وشو.

د سولې د تامین په برخه کې د ولسمشر غني پرلپسې هڅو سوله په یوه ملي پروسه بدله کړې او که خدای کول دغه هڅې، د خرقې شریفې دعا او د افغان علماو متفقه فتوا به افغان جنګ ځپلي ولس ته د سولې خوښي او زېری راوړي.