طالبان به سوله وکړي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

طالبان په درې ډوله یا ډلو وېشل کېدلی شي.لمړی ډله یې مشران یا تصمیم نیونکي دي چی په پاکستان کی اوسېږي، مهمې فیصلې کوي. پر افغانستان د بریدونو او نورو لویو پرېکړو کې د دغې ډلې طالبانو مستقیم نظر او رول شامل دی.

 دویمه ډله هغه کسان دی چی یا هم په پاکستان او یا هم په افغانستان کی موقیعت لری د دوی مسولیت تر ډېره جلب او جذب دی، دوی په جوماتونو، ولسونو او حتی د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې په خپله شېوه فعالیت کوي. دریمه ډله یی هم هغه کسان دی چی په جنګ کی شامل وی . مخامخ جنګ، تروریستي بریدونه، حملې او چاودنې ترسره کوي، مګر دغه دوه وروستۍ ډلې د لومړۍ ډلې تر مستقیم اغېز لاندې فعالیت کوي.

حکومت لاهم د سولی په اړه د طالبانو مثبت ځواب ته منتظر دی د سولی عالی شورا د دارالانشا‌ء ریس اکرم خپلواک وویل (موږ د طالبانو مثبت ځواب ته منتظر يوو، هيله مو دا ده چې دغه مثبت ځواب د افغانستان د ټول ولس غوښتنو ته چې د اسلام د عوامرو په رڼا کې ده طالبان هم ځان مکلف وګڼي او بلاخره سوله چې يو الهي امر ده هغو ته تسليم شي او بين الافغاني مذاکرات چې يو ابرومند او عزتمند مذاکرات دي پر مخ بوځي) دا چی ولی طالبان سوله نه کوی مختلف دلیلونه لری.

 ځینی وایی چی دوی په یوه خوله (اتفاق) ندی او ځینی بیا وایی چی د دوی لمړی ډله د پاکستان هیواد په اشاره باندی څرخی او کله چی پاکستان ورته ووایی نو دوی به هلته  له افغانستان سره سوله کوی او ځینی طالبان بیا وایی چی د افغان ولسمشر له لوری چی کوم وړاندیز د سولی په پروسی (د کابل پروسی دویم کنفرانس) کی کړی وه هغه امریکایانو او افغان حکومت یو ډول دسیسه ده او غواړی چی مونږ تسلیم کړی.

ځینی نور بیا پکی د مخدره توکو (چرسو ، پوډرو او اپین) کار او بار کوی ، له طالبیزم جنګي ماشین څخه د شخصي ګټې وټې په توګه استفاده کوي او له دې امله دوی نه غواړي چې سوله وکړي.

خو دا ځل د سولی په راوستو کی یو څه هیلی راټوکیدلی دی، ځکه د امریکا متحده ایالاتونو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ چی کله د جګړې او سولې د روانو هلو ځلو د ارزولو په موخه افغانستان ته راغلى و، وویل چی دلته زما اصلی موخه دا ده چی خپله ارزونه کو او غواړو چی په دی باندی پوهه شو که چیرته طالبان د سولی اوسنی وړاندیز ونه منی باید ناټو او امریکا یی ځواکونه څه وکړی او تر څنګ یی افغان حکومت څه وکړی ، خو د دی خبرو سره سره یی دا هم وویل چی یو څه طالبان د سولی خبرو ته امادګی ښودلی ده خو ځینی طالبانو لا هم اماده ګی نده ښوودلی.

حکومت دا ځل طالبانو ته د سولې بېساری وړاندیز کړی دی او که طالبان هوښیار وي او په خپل صلاحیت کې وي، نو باور دی چې دوی به د سولې د دغې بلنې او وړاندیز هرکلی وکړي، خو که طالبان د افغانستان د ابادي پرځای د پردیو په لمسون بربادي غواړي، نو دوی به د اوس په څېر جنګ ته ادامه ورکړي، خو دا ځل امریکا او افغان حکومت هم د دوی پر وړاندې جدي دي او لا وار دمخه یې د دوی د ځپلو په خاطر بریدونه زیات کړي، نو طالب مجبوره دی چې یا د دوی پر وړانډې مقاومت وکړي چې دا یې په هیڅ ډول په وس پوره نه ده او یا هم سولې ته غاړه کېږدي.