د سولې معقول وړاندیز مخالفین حیران کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د کابل پروسې کنفرانس کې مخالفینو ته د ولسمشر غني د سولې معقول وړاندیز د وسله والو مخالفینو په ګډون د حکومت سیاسي مخالفین هم حیران کړي دي، مګر بل لورته یې د سیمې او نړۍ په کچه د ګڼو هېوادونو او بین المللي سازمانو ملاتړ خپل کړی دی، ځکه هغوی د حکومت د دغه وړاندیز او دریځ هرکلی کړی دی

.

 پخوا به هرې غاړې د حکومت د غندلو او نقد کولو لپاره د شخصي غرضونو، عقدو او کینو د پاللو لپاره بېلابېل دلایل او پلمې تراشلې.وسله والو مخالفینو به ویل چې افغان حکومت د سولې صلاحیت نه لري او یا به یې سوله د تسلیمۍ په مانا تعبیروله، د حکومت سیاسي منتقدینو او مخالفینو به هم ویل چې حکومت د خلکو د غلطولو او مخالفینو د ملامتولو لپاره په ښکاره د سولې نارې وهي، خو په عمل کې د سولې لپاره سیاسي اراده او برنامه نه لري.

مګر د کابل پروسې کنفرانس کې د ولسمشر غني د سولې معقول دریځ او بلنې ټول سیاسي او وسله وال مخالفین بې ځوابه او حیران کړي دي، ځکه له دغه وړاندیز او د سولې له بلنې وروسته ټول داسې خاموش دي لکه هیڅ چې موجود نه وي.

ولسمشر غني وسله والو مخالفینو ته له هر ډول قید او شرط پرته د سولې بلنه ورکړه او حتی دغه د سولې چارې یې یوازې په دولت او د سولې شورا پورې هم منحصرې او محدودې ونه بللې، بلکې ټولو خلکو او په ځانګړي ډول د بېلابېلو اقشارو استازو ته یې بلنه ورکړه چې د سولې په برخه کې خپل امکانات او هلې ځلې شریکې کړي.

په دې کې شک نشته چې افغانان د سولې پر اهمیتاو تامین متفق دي، د سیمې او نړۍ هېوادونه هم  دحکومت د سولې ملاتړ کوي. دیني علماء سولهالهي امر او د ټولو فریضه ګڼي، د سیمې ولسونهچې د ترهګرۍ له خطر او تهدید څخه تر پوزې رسېدلي دي،  د خشونت پر خلاف غږ پورته کوي، مګر افغان وسله وال طالبان د دې ټولو باوجود لا هم د سولې نیت او اراده نه لري.

سره له دې چې حکومت د سولې داسې وړاندیز کړی دی چې د هېواد علیا ګټې او د هېواد د ټولو اتباعو، په تېره د ښځو حقوق او مشارکت پکې تأمین او مصون دی او د هېواد پر خاوره د ټولو نړیوالو ترهګریزو او جرمي ډلو مخنیوی یېتضمین کړی او همدارنګه په کې طالبانو ته هم د تګ راتګ، د بندیانو د ازادېدو او د دفتر په ګډون ټولې اسانتیاوې سنجول شوي او په پام کې نیول شوې دي. 

د دې دلیل دادی چې د ملي وحدت حکومت پخلا کېدونکو او سوله پلوه او سوله خوښو  طالبانو سره د یوې ريښتنې او پایدارې سولې په لټه کې دی. داسې سوله چې د ټولو په خیر وي او د ټولو عزت او حیثیت او ژوند په کې خوندي وي.

افغان حکومت د ټولو افغانانو لپاره د سوله ییز او عزتمند ژوند په برابرۍ، د هغو طالبانو په شمول چې له تاوتریخوالي لاس اخلي باور لري، ځکه نو حکومت  دا وړاندیز له کوم مخکېني قید او شرط پرته د سولې موافقتنامې ته د رسېدو په خاطر کوي.