د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني واکمنو د سترګو اغزی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک رهیز

پر پښتنو او پښتونخوا د پاکستاني ستمګرو د آویا کلنې ظالمانه او جابرانه واکمنۍ  پر خلاف د پښتنو پراخ او بېساری غبرګون چې په پښتونخوا ، افغانستان او د نړۍ په پېلابېلو هیوادونو کې د  پښتنو او  افغانانو له ټينګ او پراخ ملاتړ څخه برخه مند شو، د پاکستاني ستمګر رژیم پرځان اور بل کړ او په چټکۍ سره يې ددې غورځنګ د بدنامولو او ځپلو دپاره په  هلو ځلو لاس پورې کړ

.

د پاکستاني واکمنو لومړی غبرګون دا ؤ  چې د پښتنو د ژرغورنې د غورځنګ ټولې غوښتنې لږ تر لږه په ظاهره  و مني خو د غوښتنو دغه منل  ددې دپاره نه ؤل چې ګنې دوی به دا غوښتنې په عمل کې پلي کړي دوی دا کار يې ددې دپاره وکړ چې د پښتون د ژغورنې غورځنګ چې لکه د بريښنا چټک و ځليده  او کړيدلي پښتانه يې پر شا او خوا راټول شول،  پاکستاني واکمنان  له داسې حالت سره مخامخ کړل چې نه پوهېدل ، څه وکړي او دې غورځنګ ته څرنګه ځواب ورکړي. نو ځکه يې د سنجول شوي غبرګون  دپاره لنډ مهاله وخت ته اړتیا لرله څو د غورځنګ ضد کړنو او چارو ته سمون ورکړي، د لنډۍ مودې له تېرېدو وروسته دوی د پښتنو په منځ کې ځنې کمزوري او بي هویته کسان پیدا او د ټاکلو شعارونو سره يې د پښتون ژغورنې د غورځنګ تر وړاندې د عمل ډګر ته را و ایستل. دوی د انګلیسي مشهورې وسلې « نفاق واچوه او حکومت وکړه» څخه په کار اخیستو  د پښتنو د یووالي د مخنیوي دپاره لاس په کار  شول. دوی دا کار له یوې خوا د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر خلاف د خیانت او جاسوسي د تورونو تر کړغېړنې پردې لاندې په لاره واچوه او د بلې خوا يې له افغانستان سره پر کرښه د پرتو قومونو او قبایلو ترمنځ د دښمنۍ د رامنځ کولو دپاره د ترینګړتیا په رامنځ ته کولو سره په لاره واچوه.  ددوی ګوډاګیان چې یو شمیر سست عنصره او قوم پلوره  کسان دي  ، د پاکستاني پوځ او آی اس آي د ملاتړ ډګر ته را ووتل، دا کسان د پښتون پرغورځنګ درواغجن تورونه لګوي او غورځنګ ته ګوښونه کوي څو د غورځنګ د پلویانو روحیه او مورال خراب کړي او د پښتنو د یووالي او یو موټی کېدو په لاره کې خنډونه رامنځ ته کړي. او په پای کې  غواړي پښتانه د پښتنو پر خلاف و لمسوي او د یو بله سره  يې وجنګوي.

دوی د پښتون د غورځنګ پر خلاف د جاسوسۍ او ایجنټورې بې بنسټه او بې اساسه تورونه پیل کړي بې له دې چې کوچنی شواهد د خپلو بې بنسټه خبرو دپاره وړاندې کړي ، دوی دغه جعلي تبلیغات په منظمه توګه  په  ټولنیزو رسنیو کې راباسي. څو د پښتون ژغورنې  غورځنګ بې اعتباره او کمزوري کړي او د پاکستاني مستبد پوځ او استخباراتي شبکۍ د راتلونکو اقداماتو دپاره لاسوندونه او له پاکستان څخه د پښتنو د جعلي  او دروغجن ملاتړ  کرغېړنه ننداره  نړيوالو ته وړاندې کړي. دوی غواړي داسې وښايي چې دا یو کوچنی اقلیت دی چې د پاکستاني واکمنو خلاف شعارونه ورکوي او ګویا پښتانه د پنجابي استبداد نه خوښ او خوشحاله دي. ددوی بله موخه داده چې د پاکستان پلوه حرکتونو له لارې هغه جنایتونه او وحشتونه د نړيوالو له سترګو پټ کړي چې په دې وروستیو کلونو کې پاکستاني واکمنو د پښتنو پر خلاف ترسره کړي. د پاکستاني رسنیو په حواله یوازې پرویز مشرف او د هغه واکمنې ډلې ټپلې د شپږ زره شا اوخوا کسان د دهشتګرو په نامه امریکانو ته د پيسو په بدل کې سپارلي او داسې نور په زرګونه پښتانه تري تم اورک دي. خو دغه ډلې ددغه جنایتونو په اړوند یوه خبره هم نه کوي.

دغه ګوډاګیان د ویلو دپاره هيڅ د پام وړ دلیل او شواهد  نه لري دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ د پردیو په اجنتورۍ تورنوي او دوې لوی دلیل دا دی چې د پوځ او آی اس آی د ظلمونو ، وژنو ، بمباریو او د پښتنو د بې عزته کول پر خلاف د اعتراض غږ يې پورته کړی ، ددوی په اند د ظلم ، ستم او وژنو پر خلاف د غږ پورته کول او د جنایتکاره واکمنانو د جنایتونو رسوا کول د پردیو په لمسونه او اجنتوري ده، دوی د پاکستان د پوځ او آی اس آی جنایتونه مقدس او د نه انتقاد وړ بولي ، دوی ته د پوځ پر جنایتونو نیوکه ستره ګناه ښکاري . دوی د پښتنو غورځنګ ته وايي  «هغه وخت چې طالبانو او داعیشیانو پر پښتنو ظلمونه کول تاسې چيرته وئ؟. اوس چې پوځ امنیت راوستی نو تاسې د پوځ او آی اس آی خلاف غږ پورته کړی!»

دوی پر دغه  واقعیت سترګې پټوي  چې په تېر څلويښتو کلونو کې پاکستاني واکدارانو د پښتنو سیمې د تروریستانو او جنایتکارانو دپاره د امن  ځالې ګرځولې وې او د سیمې او ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا د افغانستان د نا آرامه کولو دپاره يې د دهشتګرۍ تجارت او پراخه سوادګري په لاره اچولې وه او ده  او ددې لارې يې میلیاردونه ډالرې له مختلفو هیوادونو تر لاسه کړي دي. دوی دغه تروریستي ډلې که له یوې خوا د ګاونډي هیوادونو د نا آرامه کولو او په ګاونډي هیوادونو کې دهشتګرۍ د عملیاتو دپاره کارول او کاروي خو دبلې خوا يې دغه دهشتګرې ډلې او بانډونه د پښتنو د ځپلو او بې عزته کولو دپاره کارول او په زرګونه پښتانه مشران يې د همدغه تبه کاره ډلو په وسیله له منځه وړي دي. ددې هر څه سره سره دوی هڅه وکړه څو  پښتانه نړیوالو ته  تند لاري او دهشتګر وپیژني .

د پنجابي زورواکانو تورې څېرې هغه وخت لا زیات بربنډې شوې  کله چې په پاکستان کې د تروریستانو شتون د زغم له بریده ووت . او پاکستاني واکمن دې ته اړ شول څو دد هشتګرو پر خلاف ځنې  کوچني او دروغجن  او بې ارزښته ګامونه واخلي څو له یوې خوا د پاکستاني واکمنو دهشتګره څېره پټه کړي او خپل دهشتګران  نړیوال قهر او غصې څخه خوندي کړي او له بلې خوا  پر امن خوښونکو خلکو محشر ګډ  او خپل ځواکونه د دهشتګردۍ په بهانه د پښتنو په سیمو کې ځای پر ځای او خپلې مورچلې هلته  ټينګې کړي او د دغه دروغجنې مبارزې د لارې بیا هم میلیونونه ډالره په جیب کې واچوي.

خو د پاکستاني  واکمنو ظلم او ستم دې حد ته ورسید چې نور د خلکو له زغمه ووت او د منظور پښتون په یو غږ په زرګونو پښتانه د اعتراض په بڼه لارو او کوڅو ته را ووتل. او د پاکستان د ظلم ماڼۍ يې ولړزوله.

د آی اس آی ګوډاګیان د پښتنو غورځنګ ته وايي هغه وخت چې طالبانو خلک حلالول  تاسې چيرته وئ؟ خو همدا پوښتنه په واقعیت کې باید له پاکستاني پوځ او د هغوی له ګوډاګیانو وشي. هغه وخت چې طالبانو، داعیشیانو او تروریستانو خلک وژل تاسې او ستاسې پوځ او امنیتي ځواکونه چيرته ول او څه يې کول ، دا خو د پوځ او امنیتی ځواکونو دنده ده چې د خلکو امنیت و نیسي  ، منظور پښتون خو یو عادي سړی دی د خلکو د امنیت  ساتلو دنده يې نه لرله او نه لري، او دی هم لکه د نورو زرګونو پښتنو ددغه وحشتونو څخه کړېدلی دی.  هغه وخت  چې طالبي او پوځي وحشت روان ؤ له خلکو لاره ورکه  او نه پوهېدل چې څه وکړي او څنګه له دغه بدمرغۍ ځان وژغوري، له یوې خوا د پاکستاني پوځ روزل شویو تروریستانو پر خلکو ناتار جوړ کړی ؤ او له بلې خوا پاکستاني پوځ د دهشتګردۍ سره د مبارزې تر نامه د خلکو په عام وژنه لاس پورې کړی ؤ  . د خلکو تېښتونې او بې قانونه وژنې د پښتنو د سیمو دپاره یوه عادي خبره وه.  

نو پوښتنه کېږي هغه وخت چې د پښتنو پت او عزت باندې لوبې کېدې تاسې د آی اس آی ثنا ویونکي  چیرې وئ؟

پښتون غورځنګ خو د استبداد خلاف غږ اوچت کړی ، دوی د پښتنو د نسل وژنې بندول غواړي، دوی د خپلو ورکو شویو خلکو غوښتنه کوي. دوی د پښتنو د پت او عزت خوندي کول غواړي ، دوی د سوله ایزه ژوند او پرمختیا غوښتنه کوي ، دوی پر بې عدالتیو اعتراض کوي ، دوی د پښتنو د وژونکو او قاتلانو محاکمه او عدالت غواړي، نو ددوی دغو غوښتنو پر تاسې ولې سور اور بل کړی؟

دا چې پښتانه د پاکستان دویمه درچه خلک ګڼل کيږي نو ستاسې خولې ولې ماتې دي چې ووايئ تاسې له پنجابیان هيڅ کم نه یاست ، ستاسې پښتونواله، پت او عزت چیرې دی تاسې ولی له خپل پت او عزت څخه دفاع خیانت او جاسوسي بولئ؟ هغه وخت چې پاکستاني واکمنو پښتانه د ترهګرو په نامه وژل او پښتانه يې ترهګر قوم معرفي کاوه ستاسې پت او عزت او غیرت چیرته ؤ؟

لکه څنګه چې دمخه وویل شو د پاکستاني واکمنو د سترتیژۍ بل لوری د افغانانو او افغانستان پر خلاف مبارزه ده څو په دې ډول د لر او بر پښتون د پيوستون مخه ونیسي. دوی ددې کار دپاره له افغانستان سره په پوله کې تاوتریخوالي ته لمن وهي او د کرښې دواړه خواوو ته د نوي اور د بلولو هڅه کوي. دوی پښتنو ته په افغانستان کې د امریکې او هند د شتون پرخلاف د جهاد تبلیغ کوي. خو پاکستان له هند سره اوږده پوله لري که دوی له هند سره جهاد غواړي نو هنذ يې ګاونډی هیواد دی خپل جهاد دې هلته پیل کړي څو ور معلومه شي چې جهاد څه ته وايي؟ خو دغه دروغجن او مکاره پنجابیان د هند په نامه پښتون له پښتون سره جنګوي. د امریکې په اړوند باید وویل شي چې د پاکستان پوځ د خپل شتون په ټوله موده کې د انګلیس او امریکې په مرستو او ډالرو ژوندی پاتې دی. د بلې خوا امریکایان د پاکستان له لارې د پاکستاني واکمنو په مرسته افغانستان ته راغلل او اوس هم خپل اکمالات د پاکستان له لارې تر سره کوي ، نو دا تبلیغات بیا هم درواغجن او د پښتنو د تېرایستلو دپاره دي.

پښتون ژرغورنې غورځنګ نړۍ ته دا ثابته کړه چې د ترهګرو اصلي روزونکي، پالونکي په اسلام آباد ، په آی اس آی او په پاکستاني پو ځ کې ناست دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ ثابته کړه چې پښتانه سوله غوښتونکي او امن خوښونکي خلک دي. دې غورځنګ وښودله چې پښتانه د پاکستاني واکمنو د جنایتکاره پالیسیو قربانیان دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو ريښتنې انساني او سوله خوښونکې څېره نړیوالو ته څرګنده کړه او پر ټولو هغه دروغجنو پروپاګندونو يې د بطلان خط وایست چې د آی اس آی او د سیمې د یو شمېر پښتون دښمنه کړیو له خوا د پښتنو پر خلاف خپرېدل.

د پښتون غورځنګ وښوله چې پښتانه یو قام او ملت دی ، هيڅ فتنه او شیطاني عمل نه شي کولی دوی سره جلا کړي.

دې غورځنګ د پنجابي استبداد د ویرې او وحشت زنځيرونه مات کړل ، دې غورځنګ پښتنو ته د ظلم تر وړاندې د غږ پورته کولو وس او توان ورکړ.

دې غورځنګ د هغه زرګونو ورکو پښتنو د پاره د عدالت او انصاف غږ پورته کړ چې بې له محکمې او انصاف وژل شوي. دې غورځنګ د زرګونو کونډو او یتیمانو غږ اوچت کړ . دا غورځنګ د ټولو پښتنو د ګډو ګټو دپاره مبارزه کوي . دوي ثابته کړه  چې  تاسې د پوځ او آی اس آی دپاره د پښتنو د ګټو خلاف غږ پورته کړی. نو څرګنده ده چې دا تاسې یاست چې ګوډاګيان او جاسوسان یاست. تاسې تر اوسه د پښتنو دپاره  او د پښتنو په ګټه یوه خبره هم نه ده کړې چې وکړی شي  د پښتنو حقوقه او ګټې خوندي کړي . تاسې د خپل قوم او ملت خلاف د پنجاب غلامي کوئ. ستاسې ټول شعارونه د پوځ او آي اس آی څخه ننګه او ملاتړی او د پښتنو کمزوري کول دي.

پښتانه د پنجاب په اویا کلنه واکمنۍ کې بیسواده ، ناپوهه ساتل شوي ، د پښتنو سیمې د پاکستان تر ټولو وروسته پاتې سیمۍ دي، تاسې ولې په دې آویا کلونو کې د دغه ظلم پر خلاف غږ  پورته نه کړ؟

د پښتون غورځنګ د پښتنو د یووالي او پيوستون او پرمختګ  خبرې کوي خو تاسې د پوځ او آی اس آی د غلاۍ خبري کوئ ، نو آیا تاسې ګوډاګیان نه یاستئ؟

د استبداد پلویان باید پوه شي چې د حق دا کاروان به بري ته رسي او د پنجاب او پوځي استبداد ټغر به د تل له پاره ټولیږي ، څه چې پاتې کيږي هغه به ددغه ګوډاګیانو تور مخونه وي چې د تل دپاره تور پاتې شي.

د پښتون غورځنګ باید د پاکستاني واکمنو دسیسو او فتنو ته ځانونه نور هم هوښیاره او بېداره کړي او اجازه ورنګړي د پښتونو دغه تاریخي پاڅون د پاکستاني مستبدینو ددسیسو ښکار شي.