په افغانستان کې روان جنګ د ناروا ګټو جنګ دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

جګړه که ولس او هېواد ته  تاوانونه لري، ځینو افرادو، ډلو او حلقو ته ګټې هم لری او له همدې امله څلور لسیزی کیږی چی په افغانستان کی جګړه روانه ده . اساسي پوښتنه داده چی دا جګړه د څه لپاره ده ؟ اوګټی یې چا ته رسیږي ؟

که مونږ د افغانستان اوسنی جګړی ته وګورو نو تر ډیره د مشروع ګټو او نیابتی جګړې ته ورته شکل نیولی، ځکه کله چی روسانو په افغانستان باندی یرغل وکړ، نو د دوی اهداف دا وو چی د افغانستان له لاری په منځنۍ اسیا باندی واک او تسلط زیات کړي او په دې برخه کې افغانستان هم تر خپلې سلطې لاندې راولي

.

روسان راغلل په افغانستان باندی یی یرغل وکړ، خو مجاهدینو یی په مقابل کی چی د پاکستان او امریکا پراخه مالی همکاری او مرسته ورسره وه ودریدل او دیته یی پرینښودل چی په افغانستان باندی پوره حاکمیت وکړی .

خو  پوښتنه  دا ده چی پاکستان او امریکا ولی له مجاهدینو سره مرسته کوله ؟ او ددوی اهداف څه وو؟

امریکا دوه هدفه درلودل یو هدف یی داوو چی روسیه یو نړیوال قوت کمزوری او مات کړي او د دې لپاره یې افغان مجاهدین مناسب بلل، له همدې امله یې د دوی مالي او نظامي ملاتړ وکړ او دویم هدف یی داوو  چی د افغانستان له طبیعی زیرمو او ستراتیژیک موقعیت څخه باید ګټه پورته کړي.

پاکستان له یوې خوا روسان د ځان خپل هېواد لپاره خطر باله، نو له همدې امله یې د مجاهدینو ملاتړ وکړ او بله دا چې په افغانستان کی د خپلې خوښې او لاس لاندی حکومت جوړ کړي او د پاکستان په اشاره باندی وڅرخیږی. لکه وسله وال طالبان چې پاکستان یې پر افغان حکومت د فشار په توګه د ترهګریزو بریدونو، انتحار او انفجار لپاره کاروي.

کله چی د ایس ریاست په نامه کتاب راووت، نو په هغه کی ډېرې ناوویلی خبری لیکل شوی وی خو یوه یی دا وه چی (احمدشاه مسعود په لندن کی شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالر لرل او له سی ای اې نه یی غیرجنګی تجهیزات اخیستل، دغه راز د قیمتی ډبرو د خرڅلاو له لاری یی د خپلی ټلوالی مالی لګښتونه برابرول. انجینرعارف،د مسعود د استخباراتو مشر به قیمتی ډبری په اروپا او امریکا کی خرڅولی او کله به یی په ډیرو قیمتی هوټلونو کی شپی کولی) خو دا خو یی یواځی د یوه قومندان نمونه ده چی د هیواد ملی پانګی سره زیاتی کړی ډیری مجاهدینو په پاکستان باندی د افغان حکومت جنګی تجهیزات د کباړ په نوم باندی خرڅی کړل او دا لړی لا ادامه لری.

کله چی د داعش وسله والی ډلی په عراق او سوریی کی ماتی وخوړه نو د نړی نورو هیوادونو ته یی مخه کړه چی ځینی اشخاص یی افغانستان ته هم راغلل د ننګرهار ولایت په ناامنه ولسوالیو کی یی یو څه پرمختګ وکړ، خو حکومت او امنیتي ځواکونو یې پر ضد سخت عملیات وکړل او وې ځپل.

همدا داعش روسانو ته ښه پلمه شو او په افغانستان کې د امریکا د ناکامولو او له هغوی څخه د غچ اخیستنې په موخه یې د طالبانو ملاتړ وکړ، پاکستان په دې کې رول ولوباوه او د دوی په منځګړتوب روسانو طالبانو ته وسلې ورکړې.

لنډه دا چې په افغانستان کې روان جنګ د ناروا ګټو جنګ دی چې ګټې یې زورواکو او پردیو ته رسېږي، مګر قرباني یې د افغانستان ولس دی، ځکه دوی په کې خپل ژوند، جایداد او فرصتونه له لاسه ورکوي، نو له دې امله چې په هر قېمت وي دغه روان جنګ باید پای ومومي.