د طالبانو سکوت بې څه نه دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

ملي یووالي حکومت د جوړېدو راهیسې په تېرو درې کالو کې وسله والو طالبانو ته بیا بیا د سولې بلنه ورکړې او د دې لپاره یې د بین الافغاني مذاکراتو وړاندیزونه ورته کړي دي، مګر طالبانو د حکومت د سولې ټول وړاندیزونه له کوم معقول دلیل پرته رد کړي دي.

مګر وسله والو طالبانو ته د سولې لپاره د حکومت په دا ځلي وړاندیزونو باندې طالبانو سکوت اختیار کړی دی. د طالبانو سکوت دوه ماناوې لرلی شي. لومړی  دا چې طالبان په دغو وړاندیزونو رضایت او سولې ته تمایل لري او دا وړاندیزونه په ټوله مانا ورته معقول ښکاري او ورته د منلو

وړ دي ، خو دوی یې د پاکستان له وېرې په وضاحت او صراحت سره د تائید جرئت نه لري. یا دا چې د طالبانو پاشلی مشرتابه په دې اړه په خپلو کې په سلا مشورو بوخت دي، تر څو د حکومت د دغو وړاندیزونو لپاره خپل رسمي دریځ اختیار او اعلان کړي.

د دوی د سکوت دویمه مانا داده چې دا ځل د حکومت د سولې وړاندیزونه دومره عالي او منطقي دي چې له طالبانو څخه یې حتی د هغو د ردولو استدلال او منطق هم اخیستی دی. طالبان د دغو وړاندیزونو ردولو ته هیڅ پلمه او دلیل نشي موندلی، ځکه حکومت دومره معقول وړاندیزونه کړي دي چې په هغه کې یې د افغانستان دښمنانو او د مفي فکر خاوندانو ته هیڅ د نیوکې او (خو) ځای نه دی پریښی.

د ولس توقع داده چې طالبان خپل سکوت مات کړي او د سولې دغه غږ او بلنې ته لبیک ووایي،  سوله دیني او ملي فریضه ده چې زموږ د بې ګناه هېوادوالو د وینې تویېدو، د هېواد د وراني، بربادي او ویجاړي او ټولو بدبختیو مخه په کې نیول کېږي.

د سولې، امنیت او ثبات تامین اوس په ملي غوښتنه بدل شوی او د افغانانو ټول اړخونه، حکومت او د سولې شورا په هېواد کې د باعزته او سراسري سولې لپاره یوې ګډې اجماع ته رسېدلي دي. دغه اجماع، د اساسي قانون مطابق د هېواد د ټولو اتباعو د حقوقو په ساتنه او د ښځو په شمول د ټولو اقشارو، سیاسي او جهادي مشرانو او د اقوامو په مشارکت ولاړه ده

د افغان ولس باور دادی چې دا ځل به طالبان د سولې په بلنه او د ولس په غوښتنه په سړو مغزو فکر وکړي او په هېواد کې د جنګ د ختمولو لپاره به د بین الافغاني مذاکراتو لاره اختیار کړي، ځکه چې بین الافغاني مذاکرات په خپله د طالبانو، حکومت، ولس او هېواد په خیر ده او افغانان دا ظرفیت او وړتیا لري چې خپلې ستونزې په خپلو منځونو کې د مذاکراتو له لارې په اساسي توګه حل او فصل کړي.

د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې بین الافغاني مذاکرات یې غوره بېلګه ده چې له مخې یې حزب اسلامي د سولې پروسې سره یو ځای شو او دا مهال په پلازمېنه کابل او د هېواد په هره برخه کې په ازادانه توګه خپل سیاسي او ټولنیز فعالیتونه ترسره کوي او هیڅوک هغوی ته د ستونزو ایجادولو جرئت نه کوي، نو که طالبان هم د سولې له لارې عادي ژوند ته راستانه شي، نو دوی به د ولس په منځ کې د هېواد د ملي ګټو او اساسي قانون په چوکاټ کې د هر ډول فعالیت اجازه ولري او هیڅوک ورته هیڅ ډول مزاحمت نشي ایجادولی.