د ملي یووالي حکومت باید لاس پکار شي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملي یووالي دولت له تېریدو څخه نږدی درې کلونه تیريږي خو بیا هم د ملي یووالي حکومت کاواکه، بېواکه او حاکمیت لړزانده ښکاري او لایې هم ځینې والیان رسمي مکتوبونه نه مني او نارې او سورې یې پیل کړي چې د ملي یووالي حکومت مکتوب ورته د منلو وړ نه دی او دوی په خپل ځای پاتې دي

.

په يادو دريو کلونو کې د ملي یووالي حکومت؛ کمزوری حاکمیت، کورني اختلافات او د منظم او مناسب بهرني سياست نشتوالی د دې سبب شوي چې د هېواد حالات لا ډېر ترينګلي شي، امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خراب شي، سياسي بې ثباتۍ او بېکارۍ خپل اوج ته ورسیږي او د خپلو مامورینو ترڅنګ د ملي هویت د تذکرې ویش یې هم له خنډونو سره لاس او ګریوان دی.

په ځینو ولایتونو کې له ملي یووالي حکومت سره د مخالفت آوازې خپریږي او ځینې کسان بیا ولسمشر او ملي یووالي حکومت لوړ پوړي چارواکي په انحصار د قدرت تورنوي او ملي یووالي حکومت باید په داسې یو اقدام لاس پورې کړي چې هم د ولس اعتماد او باور ترلاسه کړي او هم نړیوالو ته څرګنده کړي چې څوک ولسواکي نه مني، د ملي یووالي حکومت له تاوتریخجن غبرګون سره مخ کیږي.

له یوې خوا کورني اختلافات له بلې خوا د کابل ښار په ګوټ ګوټ کې چک پاینټونه او پولیس ولاړ دي او په ډیریو سړکونو د پولیسو د وسایلو لیدنه کیږي چې له بلې خوا یې کابل ښاریان دومره اندیښمن کړي، چې ګواکې ټول د چمتوالي په حال کې دي او ژر ده چې په کابل ښار کې جګړه پيل شي.

ډیرۍ مامورین په ډیره وېره او ډار کې خپلو دندو ته ځي او سهار تر مازدیګره د ور له غږ سره هم غبرګون ښه یې او د شهادت کلمه تېروي، سهار چې له کوره راوځي په دې اندیښنه کې وي چې د دندې تر پایه به بېرته کورته روغ ولاړ شي که یه، نو په دې چاپیریال کې کار کول هم ستونزمن وي. د ملي یووالي حکومت باید په څرګند ډول د امریکا متحده ایالتونو څخه غوښتنه وکړي چې لاس په کار شي او د  افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات لپاره لارې چارې هوارې کړي.

ویل کیږي د انسانیت او اسلامیت دښمنان هره ورځ په لسګونو ځانمرګي برید کوونکي کابل ته را لېږل، ۲۲ نړیوال ترهګریز سازمانونه په افغانستان کې خپلې ناوړې کړنې ترسره کوي او ۴۸ هېوادونو نیابتي جګړې هم افغانستان لاره کړې ده او ډیرۍ دغه هېوادونه یوه بل ته د زیان رسولو په موخه په افغانستان کې خپل فعالیتونه ترسره کوي.

د ترهګرو اصلي پټن ځایونه په افغانستان کې نشته خو نړیوال په ځانګړي توګه امریکا هم د ترهګرو په پټن ځایونو پسې نه ځي او د ترهګرۍ اصلې ریښې نه وچوي د افغانستان په کلیو او بانډو کې جګړه پيل کړې چې په روان زیږدیز کال کې نږدې ۱۲ زره ملکې کسانو ته مرګ ژوبله اوستې ده.

له حکومت څخه د باندې سیاسي ډلو ټپلو ته هم لاره هواره شوې چې د ملي یووالي په حکومت نیوکې ډیرې کړي چې د حراست او ثبات شورا، د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا، د نوې ملي جبهې، د امرالله صالح د روند سبز او یو شمېر نورو سياسيونو له مخالفت سره مخ دی.

دغه ډلې ټپلې هره ورځ خپلو مخالفتونو بېلابېلې څېرې ورکوي او د ملي یووالي په حکومت کې له شته تشو څخه پوره پوره ګټه اخلي او خپل مخالفتونو ته دا ډول رنګ ورکوي چې ګواکې د ملي یووالي حکومت کمزوری، بېواکه او د خلکو د امنیت او تلپاتې سولې په موخه هیڅ کار نشي کولای.

په حکومت کې د سیاسي بې ثباتۍ او د واک پر سر د ناندریو له کبله هره ورځ دغه ډلې ټپلې او د سیاسي قدرت طلبو څېرو له لوري د خلکو د ملاتړ را خپلو په موخه مخالفتونه او تبعیض آمیزه خوځښتونو ته لمن وهل کیږي. د برېښنایي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې د لیکلو پر سر له ډېرې مودې روان اختلاف، د والیانو له خوا په ملکوک الطوایفي او یا خپلو څوکیو ټینګار یې څو ښکاره بېلګې دي؛ خو د دې هر څه تر شا که له یوې خوا سیاسي عوامل ځای لري، له بلې خوا ګاونډیو هېوادونو لاس وهنو هم قومي اختلافونه زیات کړي.

د دې  اختلافاتو اوږدیدا په خپل د ترهګرو او داعشیانو په تله کې ځان ور اچول دي او د افغان ملت د بربادۍ پر ډول لرګی وهلي دي.

د ملي یووالي حکومت پر مهال په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور او په ډېر سرعت یې د هېواد له ختیځ څخه شمال او نورو سیمو ته پراختیا یوه بله لویه ننګونه ده. سره له دې چې ملي یووالي حکومت د وسله والو ترهګرو ډلو پروړاندې خپل عملیات ګړندي کړي دي، خو دا ډلې نه یوازې دا چې لا تر اوسه ځپل شوې نه دي، بلکې ورځ تر بلې قوي کېږي چې د خونړیو بریدونو لمن یې ان تر پلازمېنې کابل او ښارونو پورې را ورسېدې او یوازې په تېرو دریو میاشتو کې یادو ډلو د افغانستان په مختلفو سیمو کې له لسو زیات خونړي بریدوینه ترسره کړي دي.

سوله چې په هېواد کې د روانې جګړې یوازېنۍ حللاره ګڼل کېږي، د تېر په شان د ملي یووالي حکومت پر مهال هم تر دې دمه یوازې د شعار په توګه مخته وړل شوې ده. خو دا سوله هغه مهال راتلای شي چې کورني اختلافات پای ومومي، نړیوال په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالات په هېواد کې د سولې اراده پيدا کړي او افغان ملي یووالي حکومت هم د ملت په مشوره او سلا سره د سولې په لور حرکت وکړي او د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې د قانون بشپړ حاکمیت شتون پيدا کړي.

له یاد وضعیت څخه د وتلو لپاره، په اوسمهال کې د یوه قوي او متحد حکومت موجودیت اړین دی، تر څو امریکا او نور نړیوال دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې په رښتينې توګه د جګړې پای ته رسولو ته کار وکړی، ځکه که ملي یووالي حکومت لاس پکار نشي لرې نه ده چې ملي یووالي حکومت داسې کندې ته ولویږي چې ژغورل یې بیا میلیوني وژنو ته اړتیا پيدا کړي.  یوه اړینه خبره هم داده ، له دې سره سره چې د ملي یووالي حکومت کمزوری دی بېواکه به هم وي خو د حکومت نشتون بیا کولای شي، داسې کړکیچونه رامنځته کړي چې کوڅه په کوڅه او ور په ور د جګړې اور بل شي.

حمیدالله فیضي