سید عبیدالله نادر

د پوهوخلکو او مشرانوخبری باید سنجیده او پخي وي ،داسي خبری باید د دوی د خولي نه ونه وځي ، چې له هرې خوا پری نیوکي وشي ، او یا دخبرو څخه یی د نفاق اچونۍ بوی راشي.مونږ په څلورو لسیزو کې ډیر پړاوونه د جنګ او بد بختیو تیر کړی ،او لا لګیا یو تیراوو یی ،مونږ د ډیر یو عظیم او لوی امتحان په درشل کې یو

د افغانستان اوسنی نظام او جوړښت د ۱۳۸۲ کال لویې جرګې په پایله کې تثبیت او تأیید شو، خو د تېرو اتلسو کلونو په ترڅ کې د واک تږیو، مغرضو سیاسیونو او پردیپالو څېرو یو په بل پسې د مطرح کېدو، امتیاز تر لاسه کولو او برحالو حکومتونو ته د سرخوږي جوړولو په موخه د فدرالي نظام را منځته کولو نغاره وډنګوله. یوازې دا څېرې ندي، چې فدرالي نظام غواړي، بلکې داسې نورې کړۍ

محمدروښان ښاد
د ولسمشر غني په وینا امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد د استقرار او ثبات اساسي پایې دي، د هغو پېښو پر وړاندې د ملت تکیه ګاه او مقاوم سپر دی چې هره ورځ هیواد تهدیدوي. دا یو واقعیت دی ځکه چې که همدا سرښندویه ځوانان نه وي، نو تروریستي ډلې او ګروپونه به زموږ پر هیوادوالو له هیڅ ډول ظلم او وحشت څخه لاس په سر نشي

عبدالکریم مرام
په دې کې شک نشته چې د افغانستان دښمنان هغه که وسله وال طالبان دي، که داعش دی او نورې تروریستي ډلې او ګروپونه دي، دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې په مخامخ جګړه کې مطلق مات شوي او خپله توانایي یې له لاسه ورکړې، مګر دغه وحشي دښمن د خپلې دغې شرمېدلې ماتې په خاطر یا د ولسونو په منځ او کلیو کې ځانونه پټ کړي او یا یې هم په ښارونو کې پر ملکي وګړو،

عبدالکریم مرام
سره له دې چې هوښیاران وایي مار ته په لستوڼي کې ځای مه ورکوئ، مګر بیا هم زموږ خلک بې احتیاطي کوي او وسله والو طالبانو ته په خپلو سیمو، کلیو او کورونو کې ځای او خواړه ورکوي، ممکن دا کار وسله وال طالبان د خلکو له رضا پرته په زور هم وکړي، ځکه خلک وېروي او هغوی ګواښي چې که ځای او خواړه ورنه کړي ، نو ممکن ژوند، کورنۍ او اولادونو ته یې ګواښ او خطر پېښ شي

نویسنده : ستیفن .ام . والت )Walt. M .Stephen . )
منبع وتاریخ نشر : انفا رمیشن کلیرنگ هوز »31-90-9930 .»
برگردان : پوهند وی دوکتور سید حسا م »مل« .
 

غلام جیلاني ځواب
په تېرو پنځو کالو کې سره له دې چې ولسمشر غني ته د حامدکرزي دیارلس کلنه واکمني په میراث ورپاتې شوه، مګر نوموړي هر څه له صفره پیل کړل، خصوصا د ادارې جوړول د جمهوررئیس له دفتره پیل شول او د جمهور رئیس صلاحیتونه د شخص پرځای د جمهوري ریاست په اداره کې تنظیم شول. همدارنګه د ادارو د جوړښت اصلاحات د ادارو په ادغام او تفکیک سره وشول؛

غلام جیلاڼي ځواب
ښايي ډېر هیوادوال، کلیو، ښارونو، لویو لارو او نورو ځایونو کې غواړي چې له امنیتي او کشفي ارګانونو سره په اړیکه کې اوسي او له هغوی سره ځینې موارد او معلومات شریک کړي، مګر له دوی سره لومړنۍ اندېښنه د محرمیت او د خپل ځان د خوندیتوب وي او دویم ښایي نپوهېږي چې څنګه او له کومې لارې دا اړیکه ونیسي

محمدبشیر یوسفزوی
امنیتي او کشفي ارګانونه چې د هیواد ویښ ذهن او لیدونکې سترګې ګڼل کېږي، هغه مهال د دوی د کار موثریت لا زیات وي چې ولس ورسره همکار وي، دوی له ولس څخه دا همکاري نه غواړي چې دوی ته دې وسلې ورکړي، دوی ته دې خواړه ورکړي، د دوی موټرو ته دې تېل ورکړي او دوی ته دې د شپې تېرولو لپاره بسترې ورکړي او یا دې د جګړې کرښې او د دښمن ځپلو لپاره له دوی سره ملاتړلي لاړ شي

غلام جیلاني ځواب
افغانان په حوادثو او ناخوالو کې ښه پاخه شوي دي او دا مهال په غوڅ اکثریت د ملي مسایلو او ملي منافعو په اړه فکر کوي او د دغه ډول فکر او انګېزې په ایجاد کې د ولسمشر غني زیات رول وو، ځکه نوموړي د شایسته سالارۍ په اساس وړ او بې واسطې ځوانان رامخې ته کړل، د امنیتي ځواکونو لیکې یې له فساد پاکې کړې او انحصاري او میراثي سیاست ته یې د پای ټکی کېښود

زیاتې مقالې …