ولي الله ملکزی
د جان کیری ماما دی یاد په خیر وي، هر چیرې چې وي حتما به یی ډوډۍ ګرمه او اوبه به یې یخې وي. دا جناب نه یواځی دا چې د جوړې جاړې د هنر ښه لوبغاړی او شین ټاکو دی، بلکې د ډیرو په باور هغه د سیاست په مذهب کې د مفتي او امامت مقام ته رسیدلی سړی دی. پنځه کاله وړاندی، یو د بصیرت ډاکټر او بل د ناکامو هیوادونو د مرمت طبیب یی د واک پداسی یو دسترخوان سره کښینول چې یویشتمه پیړۍ خو په ځای پریږده، د رومیانو په تاخچو او د پیرنګیانو په ارشیفونو کی یی پارسنګی هم نه لیدل کیږي.