د سولې دروازې لا هم پرانیستې دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

غلام جیلاني ځواب
موږ په صراحت وایوو چې د افغانستان خلک او دولت متجاوز او جنګ غوښتونکي نه دي، موږ د وینې بهونې غوښتونکي نه یوو، موږ نه غواړو څوک کونډه او یتیم شي، چون موږ د کونډتوب او یتیم توب درد له ټولې نړۍ زیات درک کوو، موږ نه غواړو د چا کور وران شي او زموږ کلي او بانډې ورانې شي
.
موږ ټول په دې پوهېږو چې جنګ د حل لاره نه ده، په همدې دلیل له ټولو څخه غواړو چې وسله پرځمکه کېږدي، د مذاکراتو سوله ییزه لاره اختیار کړي او په دې خاطر د ټول ولس او دولت غوښتنه له وسله والو طالبانو څخه همدا ده چې د پردیو په لمسون او لاپو مه غولېږئ او مه هم نور خپل هیواد ورانوئ، له خپل ولس سره د جنګ پرځای د سولې لاره اختیار کړئ.
د دولت د سولې او مذاکراتو دروازې پرانیستې دي ، ځکه سوله یوه ملي پروسه ده، له همدې لارې له اوسني جنګ او بحران څخه خلاصېدلی شو. په دې کې شک نشته چې افغانان زور ته نه تسلیمېږي، مګر د سولې منل د تسلیمۍ په مانا نه دی، بلکې دا د بحران او جنګ او افغان وژنې د پایته رسولو په مانا ده.
دا جنګ پر موږ تحمیل شوی د تحمیل په اساس افغان نه تسلیمېږي اماد مذاکراتو مېز کې په عزت په بین الافغاني مذاکراتو کې ژر نتیجې ته رسېدلی شو او اړتیا ده چې بین الافغاني خبرې نه یوازې د دولتي بلکې د یوې ملي پروسې په توګه په ټوله مانا شروع کړو او هیله ده مشخصې او هر اړخیزې لاسته راوړنې ولرو.
ولسمشر غني وایي، اما دا خپله دنده او حق ګڼم چې د خپلو خلکو دفاع وکړو او باغیانو او شورشیانو ته چې په هر نوم وي اجازه ورنه کړو چې زموږ خلک قتل کړي، پل، پلچکونه او زموږ سرکونه ویجاړ کړي، دا پلونه، پلچکونه او سرکونه یې په وینو او د پلرونو، میندو او خویندو د غوښتنې په اساس جوړ شوي دي، د افغانستان زیربنا ته چې هر زیان اوړي، زموږ خپل وجود ته زیان دی. د ښوونځیو دروازې باید پرانیزو. موږ نشو کولای له دې زیات ومنو چې زموږ لوڼې د تورپیکۍ په څېر خلکو او وطن ته د خدمت په مینه په کندهار کې شهیدانې شي او یا زموږ کورنۍ هم په کندز کې زموږ د هیوادوالو د کورنیو په څېر هره ورځ د جلادانو په لاس بې رحمه قتل عام شي.
افغانان له اوږدو جنګونو وروسته د سولې، ثبات، پیاوړي نظام او وسله وال پوځ غوښتونکي دي ترڅو د تلپاتې او باعزته سولې او ارام ژوند خاوندان شي او که خدای کول د ولسمشر غني د برنامو او لیدلوري له برکته به خپلو دغو لویو موخو ته ورسېږي.