په جګړه کې مات شوی دښمن له کلیو څخه وشړو؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالکریم مرام
په دې کې شک نشته چې د افغانستان دښمنان هغه که وسله وال طالبان دي، که داعش دی او نورې تروریستي ډلې او ګروپونه دي، دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې په مخامخ جګړه کې مطلق مات شوي او خپله توانایي یې له لاسه ورکړې، مګر دغه وحشي دښمن د خپلې دغې شرمېدلې ماتې په خاطر یا د ولسونو په منځ او کلیو کې ځانونه پټ کړي او یا یې هم په ښارونو کې پر ملکي وګړو،
عامه تاسیساتو او بې دفاع خلکو تروریستي بریدونو ته مخه کړې.
دښمن غواړي چې د دغو بریدونو په ترسره کولو سره خپل دروغجن قوت وښیي او په دې ډول هم خپلو جنګیالیو ته روحیه ورکړي او هم خپل بهرني بادارن په دې ډاډه کړي چې دوی لا هم قوت او حضور لري، مګر دوی له خپل ولس سره په جګړه کې دي، دوی د خپلو بادرانو لپاره عام افغانان وژني او بې موجبه وینه بهوي. دوی د جنګ ټول اصول تر پښو لاندې کوي، ملکي سیمو ته جګړه بیایي، نرم او ملکي هدفونه په نښه کوي او بیا له برید وروسته یا د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري وژل کېږي او یا هم د ولسونو په منځ او د خلکو په کورونو کې پټېږي.
زموږ ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په مېړانه او قوت سره دښمن مات کړ او هغوی یې تېښتې ته مجبوره کړی دی، مګر دښمن چې له کومه ځایه راغلی وو، بېرته هغه ځای ته نه دی ورتښتېدلی، په ډېرو ځایونو کې دښمن زموږ د خلکو له بې خبرۍ او سادګۍ څخه په کلیو او ولسونو کې ځانونه غلي کړي او د دوی خواخوږي یې خپله کړې ده، مګر اوس د ولس او خلکو وار دی چې د خپلو اتلو او زړورو ځواکونو په څېر دغه وحشي دښمنان د افغانستان له کلیو او د خلکو له کورونو څخه وشړي او دېته یې مجبوره کړي چې بېرته د ډیورنډ کرښې هغه غاړه خپلو بادارانو ته ورشي او هغوی ته ووایي چې نور مو وس نه کېږي او موږ د افغان ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونو او عظیم ولس پر وړاندې بې واکه او کمزوري یوو.
په دې برخه کې د هیواد امنیتي او کشفي ارګانونه له خپلو خلکو سره پوره همکار دي ، اما په دې شرط چې خلک همکاري وکړي او د دښمنانو د پټنځایونو او موجودیت په اړه دوی ته پر وخت خبر ورکړي، ترڅو د دښمن په زړه کې وېره ځای ونیسي او دوی دا ومني چې نور نو هیڅ چېرې هم د پټېدو ځای نه لري او د ویاړو سرتېرو او ولسونو له لوري هر چېرې څارل کېږي او له منځه وړل کېږي.