امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد د استقرار او ثبات اساسي پایې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
د ولسمشر غني په وینا امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد د استقرار او ثبات اساسي پایې دي، د هغو پېښو پر وړاندې د ملت تکیه ګاه او مقاوم سپر دی چې هره ورځ هیواد تهدیدوي. دا یو واقعیت دی ځکه چې که همدا سرښندویه ځوانان نه وي، نو تروریستي ډلې او ګروپونه به زموږ پر هیوادوالو له هیڅ ډول ظلم او وحشت څخه لاس په سر نشي
.
هغه وایي: ګران هیوادوال هم په نظامي لباس کې ستاسو ځوانانو په لیدلو سره زما غوندې د امنیت، مصونیت او سرلوړي احساس کوي. هغوی چې د ژوند سختې ورځې یې په هیواد کې لیدلې دي، د سرښندویه سرتېرو او د هیواد د وسله وال پوځ د زړورو منصبدارانو په ارزښت پوهېږي او پر هغوی ویاړي.  دا پوهاوی په څو وروستیو لسیزو کې زموږ د ملت د تاریخي تجربو نېغه پایله ده. ما د هیواد په هره نقطه کې د زرګونه ښځو او نارینه و له ژبې د بې سرنوشتۍ او په وېره کې د ژوند کولو ترخې خاطرې اورېدلي.
د جګړې په کلونو کې زموږ خلکو ډېرې بدې ورځې ولیدلې، د هرې ډلې ټپلې له لوري په دوی د ظلم درېغ ونشو، خصوصا د وروستیو کورنیو جګړو بدې خاطرې لا هم زموږ د خلکو په ځانګړي د کابل ښاریانو په ذهنونو کې دي. هغه ورځې چې زموږ خلک د وسله والو ځواکونو د ارزښت د سقوط په کوښښ کې چې ایډیولوژي او حکومت ته د خدمت په خاطر یې خپل خلک په نښه کول او له ملي والي لیرې شوي وو او یا د دولتي جوړښتونو په ځانګړي ډول د اردو نشتوالي او سقوط کې د غیر وسله والو تر سیوري لاندې په هغه او دغه نوم وهل کېدل، ځورېده او بېرحمانه وژل کېده او شمتنۍ یې لوټل کېده، هغه ورځې چې زموږ ښارونه او تاکونه وسوځول شول او زموږ باعزته اهل هنود هیوادوال د دوی د دین په خاطر د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو خلاف په اجبار خاص رنګ لباس اغوسته.
 زموږ هیوادوال ښځې او نارینه . سپین ږیري او ځوان، د محل مشران او قومونه په عام محضر کې توهین او وهل کېدل، زموږ د خلکو د تاریخ تیاره او ترخې ورځې دي. هغو ورځو د دې ملت وجود کې مشترک دردونه راوړي دي. دا مشترک درد له جنوب څخه تر شمال، له غرب څخه تر شرق او زموږ د مرکزي سیمو د غرونو لمنو پورې د دې مظلوم ملت ټول افراد په خپلو کې سره اغېږلي. دا مشترک درک زما په باور زموږ او د دې هیواد د ساتونکو بنسټونو د ګډ تاریخ یو قوي بنسټ ګرځېدلی دی.
د ولسمشر غني په وینا تېرې خاطرې که ترخې هم دي خو پکار دی چې یادې یې وساتو او عبرت ورنه واخلو، دوه ویشت کاله پخوا له خوست څخه  په موټر کې ګردیز ته راتلم. دا چې لاره خرابه وه، دا چې پلونه ړنګ وو، دا چې برق نه وو، دا چي پر سړکونو پر یونیفورم ملبس کسان نه وو، بلکې بې بندو باره ځوانانو له خلکو په زور پیسی ټولولې.