د ولسمشر غني د لاسته راوړنو څو بېلګې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
غلام جیلاني ځواب
په تېرو پنځو کالو کې سره له دې چې ولسمشر غني ته د حامدکرزي دیارلس کلنه واکمني په میراث ورپاتې شوه، مګر نوموړي هر څه له صفره پیل کړل، خصوصا د ادارې جوړول د جمهوررئیس له دفتره پیل شول او د جمهور رئیس صلاحیتونه د شخص پرځای د جمهوري ریاست په اداره کې تنظیم شول. همدارنګه د ادارو د جوړښت اصلاحات د ادارو په ادغام او تفکیک سره وشول؛
د بېلګې په توګه کولای شو پولیسو ته اشاره وکړو، چې د قانون د نافذولو په برخه کې د هغوی پر اصلي دندې پر تمرکز کار شوی دی.
 له بله پلوه، د هرې قوې د فعالیت پر خپلواکۍ ټينګار شوی. په حکومتي چارو کې د پارلمان مداخله نه کول او همدارنګه د پارلمان په چارو کې د حکومت مداخله نه کول، د قضا خپلواکي او د هېواد د عدلي او قضايي سیستم باوري کول، د ولایتونو او ولسوالیو د څارنوالانو ګومارل، د خلکو د استازولۍ او پر حکومت د څارنې او تقنین په موخه د ملي شورا پر دندو ټينګار، له دې ډلې څخه دي.
له فساد سره د پراخې مبارزې له لارې اصلاحات، پر فساد د تورن په لوړه کچه محاکمه کې نه تحمل او د عدلي او قضايي مرکز جوړول، د ملي تدارکاتو ښه‌والی، عدلي او قضايي اصلاحات او د ځینو څارنوالانو او قاضیانو لرې کول، له اداري فساد سره د مبارزې د ملي تګلارې جوړول او پلي کول او برېښنايي حکومتولي پراخه شوې ده. په دولت‌جوړونه کې بله پام‌وړ برخه، مالي خپلواکي ده. په بودیجه جوړولو کې اصلاحات، له ملي لومړیتوبونو سره سم د بودیجې همغږي کول، د عایداتي سرچینو پراخوالی او د عوایدو د راټولولو ښه‌والی له دغو اقداماتو څخه دي.
تقنیني او کاري سندونه د دولت‌جوړونې لویه برخه جوړوي. په دې دوره کې شاوخوا ۴۰۰ تقنیني سندونه نافذ شوي دي. دغه راز د لارو نقشو، ستراتیژیو او د لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو په جوړولو سره، د ادارو کلیدي دندې روښانه شوې دي.
په حکومت کې انساني ځواک له درېیو لارو ډېر بدل شوی: هغه نسلي بدلون، چې د ځوان‌پالنې سیاست په اختیار او همدارنګه په دولتي ګومارنو کې د اصلاح او تحرک په پایله کې رامنځته شوی؛ د ښځو د سیاسي او اداري ونډې اسانول؛ او د غیر نظامي بستونو په ملکي کولو او د تقاعد او ترفېعاتو د اجرا کولو سیاست. دغه کړنلارې د تخصص‌ګرایۍ او همدارنګه په ادارو کې د جوړښتي بېلابېل‌والي د زمینې برابرېدو لامل شوې دي.
په سیاسي، اداري او اقتصادي برخو کې د ښځو مشارکت د حکومت له پام‌وړ کړنو څخه دي. د حکومتولۍ لوړو کچو ته د ښځو د لار موندنې لپاره لویې پالیسۍ جوړې شوې او په ګومارنو او د خوندي کاري فضا له ځانګړو امتیازونو برخمنې شوې دي. د ټولنې په اقتصادي پياوړتیا کې د ښځو د رول رامنځته کولو او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د فرصتونو د رامنځته کېدو ترڅنګ، د ټولنې د دغه قشر د متشبثینو په بې‌سارې توګه ملاتړ شوی دی. اوس‌مهال افغان مېرمنې په خپله د خپل ځان استازولي کوي.
په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې چې ولسمشر غني د ولس په رایه او د خدای په فضل د پنځو نورو کالو لپاره منتخب ولسمشر شي، نو باور دی چې د دولت جوړولو په برخه کې به همداسې اساسي کارونه ترسره کړي.