طالبان که د لستوڼي ماران

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالکریم مرام
سره له دې چې هوښیاران وایي مار ته په لستوڼي کې ځای مه ورکوئ، مګر بیا هم زموږ خلک بې احتیاطي کوي او وسله والو طالبانو ته په خپلو سیمو، کلیو او کورونو کې ځای او خواړه ورکوي، ممکن دا کار وسله وال طالبان د خلکو له رضا پرته په زور هم وکړي، ځکه خلک وېروي او هغوی ګواښي چې که ځای او خواړه ورنه کړي ، نو ممکن ژوند، کورنۍ او اولادونو ته یې ګواښ او خطر پېښ شي
.
دا واقعیت دی چې وسله وال طالبان او تروریستي ډلې زموږ په خلکو هیڅ رحم نه لري او هر ډول ظلم او وحشت یې چې زړه وغواړي ترسره کوي یې،  خو د دې اسانه چاره داده چې په لومړي سر کې کلیوال یو لاس شي، په خپلو کې اتفاق او اتحاد ولري، همغږي او همکاري ولري او بیا په یو غږ وسله والو ته ځواب ورکړي، نو هغه مهال وسله وال طالبان هیڅ هم نه شي کولای، ځکه چې د کلیوالو له وحدت څخه دوی هم وېره لري.
دویمه ښه او اسانه لاره یې داده چې کلیوال په خپل منځ کې او له نورو نږدې پرتو کلیو سره داسې تړون ولري چې که هر چېرې مشکوک کس ولیدل شو، نو باید په اړه یې ژر تر ژره تر ټولو نږدې امنیتي او کشفي ارګانونو ته خبر ورکړل شي. دا کار د ۱۰۰۱ او ۱۹۱۹ شمېرو له لارې په اسانۍ سره کولای شي، ځکه د ملي امنیت عمومي ریاست دا دوه شمېرې په همدې خاطر اعلان کړې دي. له دغو شمېرو سره له اړیکې نیولو وروسته امنیتي مسوولین ژر تر ژره اړوندې سیمې ته ځان رسوي او هلته مشکوک موارد تر تعقیب لاندې نیسي.
لنډه دا چې طالبان، د افغانستان دښمنان او تروریستي ډلې او ګروپونه د لستوڼي ماران دي، دوی راځي اول د ځان لپاره د اوسېدو ځای پیدا کوي، کله یې چې ځای پیدا کړل، بیا په همغه ځای کې ظم او زور پیلوي، حتی تخریبي فعالیتونه کوي او په دې ډول یا دوی په خپله خلکو او ولسونو ته زیان اړوي او یا هم د خپلو ورانکاریو او تروریستي فعالیتونو له امله د زیان او تلفاتو د اوښتو لامل کېږي، نو په دې خاطر باید ولسونه ویښ او هوښیار اوسي او د خپل ځان، خلکو او هیواد د ژغورنې په موخه باید دغو د لستوڼي مارانو ته په خپل کلي او کور کې ځای ورنه کړي، ترڅو د هغوی له شر او زیان څخه په امان شي.