د باثباته افغانستان سیمه ییزه او نړیواله اجماع

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
غلام جیلاني ځواب
په وروستیو پنځو کالو کې ولسمشر غني سیمې او نړۍ ته یو مثبت جهت ورکړ او د دوی بېلابېل لیدلوري یې د افغانستان د ثبات په اړه سره متحد او په دې ډول یې سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته کړه. په افغانستان کې ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت او ثبات تامین کې نړۍ سره زموږ ماموریت، د نړیوال امنیت او سولې لپاره ګډ ماموریت هم دی.
زموږ متقابله اړتیا یې یو مشترک او برابر ماموریت کړی دی، ځکه د نړیوالو له ګډې همکارۍ مه واره په یوازې ځان به د تروریزم له پدیدې سره مبارزه موږ ته سخته وي او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مبارزې مه واره به سیمه او نړۍ په دې ونتوانېږي چې د دغې شومې پدیدې له ناحیې د سیمې او نړۍ ته ورپېښ ګواښونه او تهدیدونه دفعه کړي، نو په دې خاطر موږ یو بل ته اړتیا لرو، خصوصا دوه اړخیزو مناسباتو او همکاریو ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لیدل کېږي.
ولسمشر غني وایي: په سیمه کې هم د پاکستان په استثنا چې له موږ سره په یو نااعلان شوي جنګ کې دی، یوه عمومي اجماع مو وکولای شوه ایجاد کړو چې یو باثباته افغانستان په سیمه کې د سیمه ییز ثبات او د ټولو د هوساینې لامل کېدای شي. په سیمه کې د دې اجماع د تکمیل لپاره مو ټینګار کړی چې زموږ جنوبي ګاونډي پاکستان سره زموږ د مناسباتو اساس د سولې د تامین او تحکیم پر اصل او د تروریزم شومې پدیدې سره د مشترکې مبارزې پر اصل دی. افغانستان به هیڅ وخت خپله ازادي قرباني نه کړي. 
د نړۍ د همکارۍ تداوم او د سیمې اجماع یو تاریخي فرصت موږ ته راوړی دی. موږ باید اوس له دې فرصت څخه پر پښو د ودرېدو او د پرمختللو او باثباته ملتونو په کتار کې د ودرېدو لپاره اعظمي ګټه واخلو. هغه فرصت چې په ځینو مواردو او تېرو کلونو کې ورڅخه سمه استفاده ونشوه او له لاسه لاړ. زموږ خلک د شجاعت او ذاتي عیاري ترڅنګ درانه خلک دي ، هغه لاسونه چې د دوستۍ لپاره ورته را اوږده شوي وي، په صمیمیت یې ټینګوي او همدارنګه زیات لاسونه چې د مداخلې او دښمنۍ لپاره اوږده شوي، زموږ خلکو هغه لاسونه پرې کړي دي. په یقین سره تاریخ شاهد دی چې ډېرې زیاتې دسیسې په دې پاک هیواد کې دفن شوې دي.
ولسونه، سیاسي مشران، علما، د پارلمان استازي، د رسنیو او مدني ټولنې غړي او د ټولنې د ټولو اقشارو نمایندګان باید د امنیتي ځواکونو ملاتړ د نظریاتو، نوښتونو او خپلو کړنو په اصلي محور بدل کړي. جنګېدل او مبارزه زموږ زړورو ځواکونو ته پرېږدي او د دوی د رول او ارزښت هر اړخیز ملاتړ وکړي. د دوی په چارو کې دې لاسوهنه نه کېږي، د ډاکټر عبدالله عبدالله په څېر دې د دوی مبارزو ته په کم ارزښت نه کتل کېږي. پر دوی دې بې ځایه نیوکې نه کېږي او دوی دې په وړو سمتي، ژبنیو او حزبي سیاستونو کې نه ښکېلوي، ځکه چې دوی له ټول افغانستان پورې اړه لري او د ټولو افغانانو ویاړونه دي.