له امنیتي او کشفي ارګانونو سره اړیکه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
غلام جیلاڼي ځواب
ښايي ډېر هیوادوال، کلیو، ښارونو، لویو لارو او نورو ځایونو کې غواړي چې له امنیتي او کشفي ارګانونو سره په اړیکه کې اوسي او له هغوی سره ځینې موارد او معلومات شریک کړي، مګر له دوی سره لومړنۍ اندېښنه د محرمیت او د خپل ځان د خوندیتوب وي او دویم ښایي نپوهېږي چې څنګه او له کومې لارې دا اړیکه ونیسي
.
په لومړي قدم کې د اړیکې محرمیت سل په سلو کې خوندي دی، ځکه چې بې له خدایه او بې له هغه چا چې تاسو ورسره اړیکه کوئ، بل هیڅوک هم ستاسو په اړیکه او دې نه پوهېږي چې له چا سره مو او په څه اړه مو ورسره خبرې کړې دي، ځکه د ملي امنیت عمومي ریاست ژمنتیا همدا ده چې دوی له خپلو اړیکوالو او همکارو هیوادوالو سره خپل دا تعهد ترپایه ساتي چې هیچاته او هیڅ وخت هم د دوی په اړه چاته معلومات نه ورکوي، نو هیوادوال دې بې چوخسه خپل معلومات او مشکوک موارد له دوی سره شریک کړي.
دویم قدم کې د ملي امنیت عمومي ریاست دوه شمېرې اعلان کړي دي، نو په دې خاطر هیوادوال کولای شي چې د اړتیا پرمهال له ۱۰۰۱ او همدارنګه له ۱۹۱۹ شمېرې سره په اړیکه کې شي او د وطن د دښمنانو، مجرمینو او ورانکارو په اړه له هغوی سره معلومات شریک کړي او ژر تر ژره د جرمونو، جنایتونو او د ورانکاریو او بریدونو د مخنیوي په برخه کې نه یوازې له امنیتي او کشفي ارګانونو، بلکې له خپل ځان او هیوادوالو سره همکاري وکړي.
په دغه اړیکه او همکارۍ بیړه او تلوار په کار دی، ځکه څومره چې پر وخت معلومات شریک شي، نو همغومره پر وخت به مسووولین اقدام وکړي او پر وخت د اقدام کولو ګټه داده چې ورانکارو ته د دې فرصت په لاس نه ورځي چې خدای مکړه په کلیو، ښارونو، لویو لارو، جوماتونو، روغتونونو، ښوونخیو، ملکي تاسیساتو او نورو عامه ځایونو باندې تروریستي بریدونه ترسره کړي.
د دغې ولسي اړیکې او همکارۍ یوه بله ګټه داده چې د انسانانو ژوند په کې خوندي کېږي، دښمن ورځ تر بلې د وېرې او یوازیتوب احساس کوي او دغه احساس دښمن دېته هڅوي چې یا بېرته خپلو هغو پټنځایونو ته چې له کرښې اخوا دي ورشي او یا هم چېرې په غرونو او غارونو کې ځانونه غلي کړي. نو په دې خاطر دغه د خیر او نجات په کار کې باید ټول هیوادوال فعال سهم واخلي.