غني په پياوړي تدبير مخ ته ځي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

په دې کې شک نشته چې غازي امان الله خان د هیواد د خپلواکۍ د ملي اتل په توګه ټولو هیوادوالو ته د نهایت درناوي وړ شخصیت دی

، مګر د هغه د ښېګڼو ترڅنګ د نوموړي له نیمګړتیاو او تېروتنو څخه چې د هیواد لپاره یې سختې ناوړه پایلې لرلې سترګې نشي پټېدلای.

 

د بېلګې په توګه د نوموړي پر وړاندې چې کله پاڅون پیل شواو یا د ولس په منځ کې د ده پر ضد منفي تبلیغات کېدل، نو  غازي امان الله خان او د وخت حکومت او نور مقامات یې پر وړاندې بې تفاوته و، حداقل یې د ولس د پوهاوي لپاره دومره هم ونه ویل چې په دغو اپلتو باید باور ونه کړي، همغه وو چې کرار کرار د غازي امان الله خان او د ولس تر منځ واټن زیات شو او د ده دښمنان چې د انګلیس لاسپوڅي وو په دې برلاسي شول چې غازي امان الله خان له هیواد څخه اېستلو او د واک پرېښودلو ته اړ کړي.

 

مګر ولسمشر غني سره له دې چې په سختو شرایطو کې واک ته ورسېد او لا هم د افغانستان دښمنان د هغه پر ضد هر ډول منفي تبلیغات کوي، مګر ولسمشر غني یې پر وړاندې بې تفاوته نه دی. ولسمشر غني هڅه کوي چې د دولت او ملت تر منځ رامنځته شوی واټن لیرې کړي، د ولس د پوهې کچه لوړه کړي او له هغه سره په مخامخ اړیکو او تماس کې واوسي او په همدې خاطر ولسمشر غني لومړنی افغان ولسمشر دی چې په سختو او ستونزمنو شرایطو کې یې ولایتونو ته لسګونه سفرونه وکړل او مخامخ یې د ولس ستونزې او غوښتنې واورېدې او همدارنګه یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم له ولسونو او د ټولنې د بېلابېلو اقشارو استازو سره وخت پر وخت بېلابېلې غونډې وکړې، د دوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د امکاناتو په رڼا کې یې د دوی غوښتنو ته رسیدګي وکړه.

 

ولسمشر غني دا مهال یو هوښیار او بیدار ولس له ځانه سره لري او هغه وایي چې له ولس مه واره هیچاته هم نه تسلیمېږم او نه یې پروا لرم، مګر ولس مې بادار او زه یې خدمتګار یم. په دې خاطر د امریکا په ګډون هیڅ بهرنۍ توطیې ته نه تسلیمېږي او په پوره درایت او دقت هر څه له نږدې څاري. راتلونکي خطرونه او چلینجونه مخکې له مخکې تشخیص کوي او د مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر په پام کې لري.

 

همدارنګه د مرحوم ډاکټر نجیب په څېر هم نه دی چې د پردیو په محاصره کې پاتې او بالاخره خپل ژوند له لاسه ورکړي او یا هم د پاکستان او نورو  د جوړ جاړیو او د پردیو د طرحو او برنامو په اتکا هیواد بحران ته بوځي.

 

ولسمشر غني غواړي چې افغانستان له بحرا ن او فشار څخه خلاص کړي. افغانستان له دغو سختو ازمايښتونو سره په بریالیتوب وباسي، هغه د دې لپاره هم قوي اراده لري او هم واضح برنامه. د سولې په نوم د پردیو جوړجاړی او هغه پرېکړې ورته د منلو وړ نه دي چې د افغان دولت له استازو او مالکیت پرته په بهر کې شوې وي. د هیواد د برخلیک او نظام په اړه د پرېکړو واک یوازې افغان دولت او افغان ولس لري او له دې مه واره بل هیڅ هم د منلو وړ نه دي. د ولسمشر غني د همدغه پیاوړي تدبیر پر مټ هر څه سم روان دي او باور دی چې د سولې پروسه به هم د هیواد ملي ګټو ته په پام ښه مدیریت کړي.