د غني مقاومت مو ولیده؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
غني به چې ویل تراوسه مور داسې زوی نه دی زېږولی چې پر ما څه شی په زور لاسلیک کړي، نو ځینو سیاسي رقیبانو به یې خندل، مسخرې به یې کولې او ویل به یې چې ټول واک له امریکایانو سره دی او که امریکا ورته ووایي چې داسې وکړه، نو همغسې به کوي
.
مګر په دوه مواردو کې موږ ولیده چې ولسمشر غني په خپل استقامت کلک ودرېد او ذره بدلون یې هم ونه کړ، یو ځل چې د فلسطین په موضوع رای اچوونه وه، نو د ډېرو انګېرنه او اټکل دا وو چې ممکن افغانستان د امریکا په ګټه رایه وکاروي، ځکه چې له یوې خوا ولسمشر ټرامپ خبرداری ورکړی و چې که هر څوک د دوی مخالفه رایه وکاروي، نو امریکا به ورسره خپلې مرستې بندې او اړیکې وځنډوي او له بل لوري دا هم ویل کېدل چې افغانستان د امریکا له مرستو پرته نشي پایېدلی، نو په دې خاطر به افغانستان د امریکا په خوښه او ګټه خپله رایه کاروي، مګر افغانستان برعکس د امریکا د خوښې خلاف خپله رایه په ډېر جرئت او صراحت وکاروله او بیا چې ورپسې په همدې موضوع په ترکیه کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه جوړه شوه، نو ولسمشر غني په کې داسې وینا وکړه چې د ډېرو هیوادونو د مشرانو پام یې ور واړاوه.
دویم ځل کله چې د سولې مذاکرات پیل شول او په دغو مذاکراتو کې د افغانستان دولت ته چندان توجه ونشوه او هر څه د امریکایانو او وسله والو طالبانو ترمنځ د تړلو دروازو تر شا ترسره کېدل، نو هم خلکو سره پوښتنې وې او هم اندېښنې وې او له همدې امله ځینو ګڼله چې امریکا او طالبان چې په خپلو کې سره جوړ شول، نو افغان دولت ته هیڅ اړتیا ځکه نشته چې د دوی استازولي امریکایان کوي او امریکا چې څه ورته ووایي مجبور چې وې مني.
مګر موږ عملا ولیدل چې د امریکا د سولې د مذاکراتو پلاوی زلمی خلیلزاد د سولې له هر ځلي مذاکراتو وروسته کابل ته راغی او دلته یې له ولسمشر غني سره د خپلو بحثونو پایله شریکه کړه او بیا له دې ځمکې څخه امریکا ته ولاړ، مګر تر پایه پورې دوی د دولت او ولسمشر غني قناعت حاصل نه کړ.
د نهم پړاوو مذاکراتو له ترسره کېدو وروسته تمه وه چې زلمی خلیلزاد به د سولې د مذاکراتو سند پر ولسمشر غني لاسلیک کړي، مګر ولسمشر غني نه یوازې چې سند لاسلیک نه کړ ،بلکې د هغه مخالفت یې وکړ او وې ویل تر هغو چې زموږ پوښتنې او اندېښنې لیرې نشي، نو موږ به هیڅ وخت هم دغه سند ونه منو. تر دې وړاندې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د سولې د مذاکراتو په اړه په امریکا کې خپل اعتراض کړی و چې د امریکایانو غبرګون یې له ځانه سره درلود، مګر دادی بالاخره د حکومت او ولسمشر غني د نه رضایت له امله د امریکا متحدو ایالتونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات لغوه شول.