د طالبانو وروستي بریدونه د څه لپاره؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالکریم مرام

طالبانوپه دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې بریدونه وکړل، د دوی توقع دا وه چې د دغو بریدونو په پایله کې به د ولایتونو مرکزونه او ښارونه ونیسي او هلته به وحشت ایجاد کړي او د تېرو کلونو په څېر به هر څه د اور په لمبو کې وسوځوي

او یا به یې ویجاړ کړي، مګر دوی دا ځل په کندز، بغلان، فراه او د هیواد په ځینو نورو ولایتونو او سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

 

د وسله والو طالبانو د دغو بریدونو لویه موخه داده چې دوی غواړي د خپلو بهرنیو بادارانو په لمسون خپل قوت او وحشت وښیي او خلک داسې وګڼي چې وسله وال طالبان لا هم په زور کې دي او په دې ډول به د سولې په مذاکراتو کې هغوی ته زیاته او غوښنه ونډه ورکړل شي، مګر دوی دا هېره کړې ده چې له دوی د هیواد له صادقو بچیانو اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مخ دي او دوی ته به نه یوازې د مخته تګ او د مرکزونو او ښارونو د نیولو او سقوط اجازه ورنه کړي، بلکې داسې به یې وځپي چې بیا هیڅکله هم دغسې تروریستي بریدونو ته زړه ښه نه کړي.

 

د دې ترڅنګ پلازمېنه کابل کې هم وسله والو طالبانو موټري بریدونه ترسره کړل او په هغو کې یې عامو افغانانو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول. له کومې ورځې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې اصلاحات راغلي او د دغو ارګانونو رهبري کې بدلون راغلی، نو له هغې ورځې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي، همکاري او د دوی محاربوي وړتیا هم ښه شوې ده او دا موږ د طالبانو د وروستیو بریدونو په دفعه کولو کې ولیده.

 

د وسله والو طالبانو د دغو وروستیو بریدونو په دفعه کولو سره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یو ځل بیا خپل ولس ته دا په ډاګه کړه چې دوی په یوازې ځان د خپل هیواد د دفاع او د خپلو خلکو د ساتنې فوق العاده وړتیا لري او دوی کولای شي چې شپه او ورځ په ډېره مېړانه او زړورتیا د خپلو خلکو لپاره مبارزه وکړي او په دې برخه کې د دوی هلې ځلې او سرښندنې واقعا د ستاینې او قدردانۍ وړ دي.

 

وسله وال طالبان د وروستیو بریدونو، وحشتونو او چاودنو په ترسره کولو سره نه یوازې خپلو شومو موخو ته ونه رسېدل، بلکې څومره زیان یې چې عامو افغانانو ته واړاوه، نو همداسې د مېړنیو ځواکونو له لوري دوی هم د هیواد په بېلابېلو برخو کې په نښه او وځپل شول. وسله وال طالبان باید له خپلو وروستیو بریدونو او وحشتونو څخه دا الهام واخلي چې دوی هیڅ وخت د زور، ترور، وحشت، تاوتریخوالي، وژنو، چادونو او جګړې له لوري واک ته نشي رسېدلی، یوازینۍ لاره د سولې او مذاکراتو لاره ده او باید چې سولې ته غاړه کېږدي.