د خپلواکۍ د سلیزې بېسارې نمانځنه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحمانۍ

سږکال د افغانستان د ازادۍ ورځ په ډېرو شاندارو مراسمو ولمانځل شوه اوهمداسې لازمه هم وه تر څو موږ د ازادۍ دغه ورځ په نورو شاندارو مراسمو هم ولمانځو ځکه چې د افغانستان د ازادی ورځ پوره سل کلنه شوه

.

 

ولسمشر محمد اشرف غني سږکال د هیواد خپلواکي د خلکو په ذهنونو کې ښه بنسټي کړه، ځکه دې موضوع ته یې د عامه پوهاوي په برخه کې کافي کار وکړ او سږنۍ نمانځنې څخه خلکو ښه خوند واخیست. نوموړي د ډیرو ستونزو سره سره دی موضوع ته پوره پام وراړولی و او په ښو شاندارو مراسمو یې دا ورځ په ټول هیواد کې په بیلا بیلو غونډو سره ولمانځله ، یو مثبت کار یې وکړ .

 

د ازادی دغې ورځې له نورو کلونو سره ډیر توپیر درلوده هغه دا چې د دغې ورځی په مناسبت د غازی امان الله خان هغه ارمان چې باید افغانستان په یو صادراتی هیواد بدل شی د هیواد د خپلواکې د بیرته تر لاسه کولو د سلمې کلیزی په ویاړ د یک شنبې په ورځ له کندهار څخه په ۲۰ کانټینرونو کې بار ۲۶۰ ټنه لنده او وچه میوه د راه ابریشم له لاری اروپا او ۳۰ لاري بار چې د افغانستان داخلي تجارتی توکي په کې بار وه د خپلواکې د سلمی کلیزی په ویاړ په خوست ولایت کې د غلام خان تجارتی بندر له لاری د پاکستان په طرف حرکت وکړ چې د افغانستان د تجارت په برخه کې یو ښه پرمختګ دی .

 

همدا شان د دارالامان د تاریخی ودانۍ بیرته رغونه او د ازادۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په شانداره مراسمو سره د همدغې ودانۍ پرانیستنه هم د هیواد د ودانۍ او تاریخ لپاره اغیزمن مثبت ګام دی .

 

دا چانس خدای غنی ته برابر کړ چې د هیواد د ازادی په سلمه کلیزه کې د افغانستان ولسمشر دی او لکه څنګه چې د هیواد ولسمشر باید د خپل هیواد د استقلالیت سلمه کلیزه په شاندارو مراسمو سره باید ولمانځی همداشان ولسمشر غنی هم دغه مراسم په ډیرو شاندارو مراسمو سره ولمانځل .

 

د ولسمشریزو ټاکنو له کمپاین سره د دی موضوع تړل او د ډاکټر غنی د ځینو رقیبانو لخوا په دی اړه منفی تبلیغات په ملی مسایلو کې له یوې خوا د هغوی د تنګ او محدود نظر ښکارندوی کوي او له بلې خوا په راتلونکې کې خپله ناکامی له ورایه وینی .

 

لکه څنګه چې د هیواد د مادی اړخ جوړولو ته اړتیا ده همدا شان د ولسونو د منویت او روحی اړخ پالل هم ضروری دی ، د خپلواکې د ورځی د سلمې کلیزې شاندار مراسمو سره لمانځل او د دارالامان د تاریخی ماڼی د افتتاح مراسمو د افغانانو د معنویت په بیا رغونه او لوړتیا کې خپل رول ولوباوه .

 

له نن څخه پوره سل (۱۰۰) کاله مخکې په ۱۹۱۹ میلادی چې برابریګی له ۱۲۹۸ هجری شمسی کال سره یعنی په همدی کال کې د انګلیسانو څخه د شاه غازی امان الله خان په مشری افغانستان ازادۍ تر لاسه کړه او دغه ستر ویاړ زموږ ټولو مشترک ویاړ دی چې د دی خاورې هر اوسیدونکې پری ویاړی او پری فخر کوي .