سعودي ته د ولسمشر غني د سفر ارزښت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

سعودي عربستان سره ښه او دوستانه مناسبات له څو پلوه د افغانستان لپاره مهم دي، لومړی دی چې سعودي عربستان په اسلامي نړۍ کې فوق العاده او ځانګړی ځای لري

او د مسلمانانو د قبلې په توګه ټول او خاصتا افغانان ورته خاص درناوی لري.

 

دویمه موضوع داده چې سعودي عربستان له یوې خوا پر وسله والو طالبانو زیات نفوذ لري، له بل پلوه پاکستان هم د سعودي عربستان له خبرې نه تېرېږي او همدارنګه له امریکا سره یې هم مناسبات ښه دي او نن سبا چې افغانستان په حساس پړاو کې قرار لري، ځکه چې له یوې خوا د امریکا متحدو ایالتونو د پلاوي په منځګړتوب د سولې هڅې روانې دي او له بل لوري ولسمشریزې ټاکنې ورځ تر بلې رانږدې کېدونکې دي، نو په دې خاطر ولسمشر غني په ډېر مهم وخت کې سعودي عربستان ته سفر وکړ او د همدغو دلایلو په اساس به د سعودي عربستان سفر هم د سولې پروسې او هم د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ګټور وي.

 

په دغه سفر کې چې ولسمشر غني د سعودي عربستان د پاچا په ګډون له نورو مقاماتو سره بېلابېلې کتنې لرلې، نو ټولو ورته د سولې او ټاکنو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لا دا هم وویل چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

 

دا مهال د افغانستان لپاره سوله او ټاکنې دواړه فوق العاده مهمې دي، ځکه چې سوله د ټولو هیوادوالو غوښتنه ده، مګر په دې خاطر چې باعزته او تلپاتې سوله راشي، نو د دې لپاره د سیمې هیوادونو او په ځانګړي ډول سعودي عربستان همکاري مهمه ده او همدغه ارزښت ته په کتو ولسمشر غني په مناسب وخت کې سعود عربستان ته سفر وکړ.

 

موږ ټول د دې شاهدان یوو چې تر پنځو کالو وړاندې سعودي عربستان د افغانستان په مسایلو کې نه یوازې بې تفاوته وو، حتی دا شکونه او تورونه هم موجود وو، چې سعودي عربستان له وسله والو طالبانو سره خواخوږي لري، هغوی ته پیسې او نور امکانات برابروي او حتی له تروریستي ډلو سره یې د وسله والو طالبانو اړیکې ټینګې کړي او د دوی تر منځ یې همغږي او همکاري ایجاد کړې ده، مګر ولسمشر غني په پنځو کالو کې نه یوازې د سعودي عربستان بې تفاوتي له منځه یووړه، بلکې له وسله والو طالبانو څخه یې د سعودي ملاتړ هم واخیست او دا مهال سعودي عربستان د افغانستان د دولت مهم اسلامي او نړیوال شریک ګنل کېږي.

 

ځکه تېر کال هم موږ ولیدل چې په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي هیوادونو بین المللي کنفرانس جوړ شو او په هغه کې سعودي عربستان علماو په وضاحت او جرئت سره وویل چې په افغانستان کې روان جنګ افغان وژنه ده او په وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې باید دغه جنګ ودروي او د سولې لاره اختیار کړي. ولسمشر غني هڅه کوي چې د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ له ټولو هیوادونو سره دوستانه مناسبات او همکارۍ رامنځته کړي او باور دی چې په دې برخه کې به د نوموړي هڅې ښه او ژر پایله ورکړي.