سوله او جمهورىت د ټولو غوښتنه ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

دا چې افغانستان یو دیموکراتیک هیواد دی او د سیاسی ځواک تر لاسه کول د ټاکلې قانوني مودې له پاره د بیلابیلو ګوندونو

، سیاسی ډلو او نورو بیلا بیلو افرادو تر منځ د انتخاباتو له لارې د ولس لخوا د منظمو ، برابرو ، سراسری (عامو) پټو او ازادو رایو ورکولو په واسطه تر سره کیږی او هر شخص چې ډیری رایې تر لاسه کړی په هغه صورت کې د هیواد واکې په لاس کې اخلي په همدې موخه په افغانستان کې ځینې داخلي کړۍ او د دولت ضد وسله وال مخالفین (طالبان) په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې اوسنی نظام ختم کړي او د طالبانو نظام حاکم کړي تر څو د دوی په وینا په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شي .

 

دا چې طالبان د اسلامی نظام ناری وهی په اصل کې دوی له یوی خوا خپلي ګټي لټوي، ځکه که دوی سره د اسلام غم وای نو په افغانستان کې اوسنی جګړه به یې د خبرو له لاری حل کړې وه او په افغانستان کې به یې د دوی په وینا د اسلامي نظام راوستلو کوښښ کړی وه او له بلی خوا په دی هڅه کې دی چې د خلکو د رایو پرته د هیواد واکې په لاس کې واخلی .

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په ارګ کې د خپلواکۍ د سلمی کلیزی په مناسبت جوړې شوې غونډی ته وویل (انتخابات د جمهوریت لپاره دی ، جمهوریت غواړئ که طالبان ؟ که طالبان غواړئ بېرته شاته ځئ ، که جمهوریت غواړئ د جمهوریت په چوکاټ کې سوله راځي) .

 

افغان ولسمشر غنی د طالبانو له راتګ سره مخالفت نه لري، بلکې هغه د طالبانو د نظام سره مخالفت لري ځکه که د طالبانو نظام بیرته راغی نو هر څه به له سره پیل شی او د حکومت په هره برخه کې ۱۸ کلنه لاسته راوړنه او پرمختګ به ختم شی .

 

کله چې د طالبانو حکومت پای ته ورسید ۲۰ کاله ووتل چې افغان حکومت له مختلفو تروریستی ډلو سره وجنګیده او لا هم جنګیږی چې ټولې پروژي له یوی دروازی عملی کیږی او ځینی پروژی یې لا هم روانی دی ، د ځینو جنګیالیو پروژی امریکا دا ۲۰ کاله د پاکستان په خوښه او مرسته په افغانستان کې پر مخ بیایې ځکه امریکا پوهیده چې یو وخت به له خپلو ګټو سره له افغانستان څخه وځو باید دا هیواد (افغانستان) همداسی اباد ونه ووسی ځکه یې له هماغه وخته د جنګیالیو ګټوري پروژی د پاکستان په لاس کې ورکړی تر څو د امریکا په نه موجودیت کې هم په افغانستان کې امن رانه شی چې د پاکستان او امریکا اوسنی پروژه په افغانستان کې د داعش تروریستی ډلی فعالیت کول دی .

 

دا چې افغان حکومت د افغانستان د ملی امنیت مشاور حمد الله محب د امریکا په خوښه له خپلی دندی څخه ایسته نه کړ او دیته ورته غوښتني یې ونه منلی نو امریکا دی نتیجي ته رسیدلی چې باید له طالبانو سره داسی یوه هوکړه لاسلیک کړو چې په پایله کې یې داسی یو ضعیف حکومت رامنځ ته کړو چې زموږ غوښتنی ومنی او هر کار زموږ په خوښه سره وکړی .