ولس بیا هم ښاغلی غني غواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

ښاغلی غني په خپل هیواد او ولس باندې مين شخصیت دی چې د خپل ځانه هم دی له هیواد او ولس ورسره زیاته مینه لري

او د همدې لېونۍ مینې په خاطر یې له هیواد او ملت سره ذره خیانت هم نه لورېږي او نه چاته د دې اجازه ورکوي. ښاغلی تل غواړي چې هیواد او ولس ته خدمت وکړي. او غني کولی شي چې په هیواد کې روانه جګړه د تل لپاره له مينځه یوسي او په هیواد کې ارامي راشي. ښاغلی غنی کولی شي چې له دښمن څخه پر مونږه د کړو ظلمونو ټول حساب  وغواړي او سزا ورته ورکړي. ښاغلی غني کولی شي چې ځوانان او رانلونکی نسل مو په تعلیم باندې سمبال کړي او د راتلونکي نسل لپاره هم د ښه زده کړو زمينه برابره کړي.

 

مونږه ټول ګورو چې ولس مو له څو لسیزو راپه دې خوا په جنګ کې بند پاتې دی او هره ورځ مرګونه وي، بې ګناه وژنې وي یو هم په ډاډه زړه له کوره نشي وتلی او که ووځي هم زیاته وېره یې په زړه کې وي چې خدایه واپس به  خپل کور او اولادونو ته روغ راشم او که نه، د ټول ولس دا وېره په زړه کې وي. موږ لا هم په دې ښه او بد نه یو پوه شوي چې څنګه له دې تورو تیارو څخه ځان او هیواد خلاص کړو او یا هم مونږه څنګه وکولی شو چې دا هر څه د تل لپاره له  مینځه یوسو. او د دې هر څه د له مينځه تولو لپاره یوازې ښاغلی غني دې چې مونږه یې انتخاب کړو او په هیواد کې ټولې ناخوالې له مينځه یوسي.

 

ښاغلي غني په تېرو پنځو کلونو کې هم د هیواد او هم د ولس لپاره زیات بونیادي  کارونه وکړل که چېرته همدغه کارونه په هیواد کې انجام شي هیواد به مو ډېر ژر پرمختګ وکړي او دښمن چې بیا سل کاله نور هم جګړه وکړي نه به مو هیواد راخرابه کړي او نه به هم د هیواد له خاورې څوک غلطه ګټه واخلي. چې  د ښاغلي غني دا کارونه مونږه او تاسو په خپلو سترګو سره ولیدل او لا هم لګیا دې چې نور کارونه هم تر سره کړي تر څو لا ښه خدمت خپل هیواد او ولس ته وکړي. چې په راتلونکي کې یې نوم د شاه امان الله خان په څېر د هیواد د هر وګړي په خوله کې پاتې شي او هر افغان پرې وویاړي.

 

ښاغلي غني یو ځل بیا د هیواد د ریاست جمهوري لپاره ځان نوماند کړی دی، تر څو یو ځل بیا بریالی شي او په راتلونکو پنځه کلنه دوره کې هغه برنامې تطبیق کړي چې کومې ترې پاتې دي او نورې برنامې هم پر لاره واچوي تر څو هیواد لا ښه پرمختګ وکړي. ښاغلي غني په دې پنځه کلنه دوره کې او هغه هم په سم نيمايي حکومت چې نیم د ده په لاس کې دې او سم نيمايي د عبدالله عبدالله په لاس کې دې خو بیا هم د هیواد لپاره داسې کارونه تر سره کړي چې نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتې دې او همدسې غواړي هم.



a