ولسمشر غني متقابلې اړیکې له سره تعریف کړې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د حکومتونو او ملتونو اړیکې او مناسبات ولسمشر غني له سره تعریف کړې. هغه په ډېر وضاحت وویل، چې موږ نه دوست او نه هم دښمن هیواد لرو. ځکه له هیوادونو سره زموږ اړیکې او مناسبات په عواطفو او احساساتو نه، بلکې په متقابلو ګټو ولاړ دي

.

تر دې دمخه به تل پاکستان ته د وروور او دوست هیواد خطاب کېده، مګر واقعیت دادی چې پاکستان نه زموږ دوست دی او نه مو هم ورور دی. پاکستان زموږ ګاونډی دی. نن سبا یې له افغانستان سره اړیکې او مناسبات ښه نه دي، ځکه پاکستان د مثبتو مناسباتو پر ځای د دسیې او دښمنۍ لاره خپله کړې، نو که پاکستان غواړي چې خپلې ګټې په سیمه کې وپالي، نو د افغانستان استقلال، ملي خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ګټو ته دې درناوی ولري.

د افغانستان د ملي ګټو لپاره د سیمې او نړۍ شناخت ډېر مهم دی، ځکه له دې مه واره موږ خپلې ملي ګټې نشو تامینولی. خصوصاً د ګاونډیو هیوادونو په اړه موږ باید زیات دقیق واوسو. ان تر دې اندازې چې موږ باید خپل ګاونډیان له دوی نه هم زیات درک کړو.

تر هغو چې موږ خپل ګاونډیان سم ونه پېژنو، نو موږ د متقابلو ګټو او دوه اړخیزو مناسباتو لپاره لار نقشه نشو برابرولی. ځینې مهال عواطف او احساسات یو څه وي، مګر حقایق بل څه وي، لکه د پاکستان په اړه چې دا درې لسیزې موږ د ورور، ګاونډي او مسلمان هیواد تعبیر کاوه، مګر پاکستان برعکس د دښمنۍ فکر کاوه او د همدغه فکر له مخې یې د افغانستان په اړه خپله پالیسې عیار کړې وه او هره ورځ یې زموږ د نابودۍ او بدمرغه کولو لپاره کندې کېندلې، مګر له کومې ورځې چې ولسمشر غني واک ته رسېدلی او له پاکستان سره یې د افغانستان مناسبات له سره تعریف کړي دي، نو له همغې ورځې د دغه وضاحت له برکته ډېرو افغانانو د پاکستان اصلي څېره او دوه رنګي درک کړې ده.

موږ کولی شو د خپل دقت او شناخت په خاطر باندې حتی حقایقو او وضعیت ته بدلون ورکړو، ښه مثال یې منځنۍ اسیا ده. منځنۍ اسیا چې ډېر وخت ورته د دښمن فکر کېده، له منځنۍ اسیا سره د افغانستان اړیکې شلېدلې وې، خصوصاً له کومې ورځې چې پخواني شوروي په افغانستان یرغل وکړ، نو زموږ اړیکې بېخي له منځه لاړې، په تېرو دیارلسو کالو کې ورته چندان توجه ونشوه، مګر ولسمشر غني دغه اړیکې بېرته له سره ورغاولې او داسې یې ورغاولې چې د هیوادونو دوه اړخیزې ګټې په کې خوندي دي. دوه اړخیزې اقتصادي همکارۍ په کې دوام لري او ورځ تر بلې مثبت بدلون مومي.

پاکستان ته هم ولسمشر غني وړاندیز وکړ چې باثباته افغانستان ستاسې په ګټه دی. خپل جنګ ودروئ، د سولې لاره غوره کړئ. د وسله والو ګروپونو پرځای د افغانستان دولت سره خپل مناسبات ټینګ کړئ. د دسیسو پرځای د دوه اړخیزو ګټو د پاللو سیاست خپل کړئ، مګر پاکستان چې د ولسمشر غني وړاندیزونه ونه منل، نو نن هم په انزوا کې دی، هم تر مالي او سیاسي فشارونو لاندې دی او هم له داخلي بحران سره مخ دی.