د جدی ناسته د سولې لپاره مهمه ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند وایي چې په نږدې وخت کې به د سعودي عربستان ، عربي اماراتو ، پاکستان ، متحده ایالتونو ، افغانستان او د طالب استازو تر منځ د سعودي عربستان په کوربه توب د افغان جګړی د پای ته رسولو لپاره په سعودی عربستان کې یوه ناسته جوړه شي چې موخه به یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پیل خبرو لپاره زمینه برابرول وي .

په دغه ناسته کې له دواړو لورو افغان حکومت اوطالبانو څخه غوښتنه شوې چې خپل استازي ور ولیږي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې وویل چې مونږ په سلا مشورو لګیا یوو تر څو خپل استازي په جده کې جوړېدونکې غونډې ته ولېږو.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو ویاند وویل چی د جدی ناستی په اړه د طالبانو یو مهم غړی ایران ته رسیدلی او د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند له خولې د دې ناستې اصلي هدف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو لار هوارول دي .

دغه غونډه د دواړو لورو (طالبانو او افغان حکومت) لپاره مهمه ده ځکه طالبان به د تل لپاره له جګړې خلاص شي او په ازاده توګه به په ښارونو کې د مور ، پلار او اولادونو تر څنګ ژوند وکړي

د حکومت لپاره په دې مهمه ده چې د افغانستان د خلکو یوه مهمه غوښتنه چې تلپاتې سولې ته رسېدل دي، هغه به ترلاسه شي. د دغو مذاکراتو له برکته به دایمي سولې ته لاره هواره شي او جنګ به پایته ورسېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم څه موده وړاندې د سعودی عربستان له پاچا خادم الحرمین الشرفین شاه سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره په ټلیفوني خبرو کې په سوله کې د سعودي رول مهم وباله او له دې امله یې ورڅخه مننه وکړه چې د افغانانو په مشری او مالکیت د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو زمینه برابروي.

د سعودی عربستان پاچا افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې هیواد یې له افغانستان سره د سولې د تامین په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

امریکا د افغان او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې په برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي، خو په دې اړه د هیڅ ډول پرېکړې واک نه لري. د امریکا یواځینی هدف په افغانستان کې تل پاتې سوله راوستل دي. امریکا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو زمینه برابروي ، خو وسله والو طالبانو اوس هم د سولې اصلي ادرس چې افغان حکومت دی نه دی پېژندلی، اما طالبان باید بین الافغانی مذاکراتو ته ترجیح ورکړي .

که وسله وال طالبان ریښتیا هم غواړي چې په هیواد کې روانه پردۍ جګړه چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي پای ته ورسوي او افغانان سوله ییز ژوند ولري، نو باید د امریکا ، پاکستان ، روسیې ، چین ، عرب او د ایرانیانو پر ځای خپلو افغانانو ته چې حکومت یې استازیتوب کوي لومړیتوب ورکړي ، تر څو له شته اوسني فرصت څخه د سولې په برخه کې ګټه واخیستل شي .