پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ سزا ګالي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

هر ځل چې د سولې ناره پورته او هڅې پیل شي، نو زموږ د هیوادوالو هیلې هم ورسره را وټوکېږي، ځکه اوږدو جګړو او ورانیو د دوی ژوند پیکه کړی، مګر لا یې هم د سوکاله ژوند هیله نه ده ورڅخه اخیستې. په ځانګړي ډول ولسمشر غني په خلکو کې د ښه راتلونکي، سوکاله او باثباته افغانستان هیله ژوندۍ وساتله، ځکه په تېرو څلورو کالو کې یې چې د سولې، انکشاف، زیربنا او نورو برخو کې کومې هڅې او پرمختګونه وکړل، نو د خلکو باور او هیله مندي یې تر پخوا څو برابره  زیاته کړه

.

یو ځل بیا په هیواد کې د سولې لپاره ډېرې هلې ځلې شروع شوي. له یوې خوا د دولت وسله وال مخالفین (طالبان) پر دې پوه شوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنیانو په ګټه او افغانانو په زیان ده او بله دا چې د هیواد اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو دوی ته ور وښوده چې په جګړه یې نشي ګټلی، باید د سولې لاره اختیار کړي.

له بلې خوا افغان ولسمشر محمداشرف غني د کابل پروسې په سږنۍ ناسته کې طالبانو ته له قید او شرطه پروته د سولې لپاره بلنه ورکړه او د نوموړي دغې بلنې د سولې لپاره زمینې لا زیاتې کړې. افغان ولسمشر محمداشرف غنی د جینیوا نړیوال کنفرانس کې وویل موږ د سولې پروسې بل فصل ته د حرکت په حال کې یوو او وړاندیز کوو چې طالبان دې د ټولشمولې او ولسواکې ټولنې برخه وګرځي.

جمهور رئیس په ټینګار وویل، د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو په ځانګړی ډول ښځو د حقوقو او مکلفیتونو تامینول، د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون له احکامو سره سم د هغه تعدیل ، هیڅ وسله والې ډلې ته چی له بهرنیو تروریستي شبکو ، بهرنیو تخریبي سازمانونو ، دولتي یا غیر دولتی بنسټونو سره چی په افغانستان کی د نفود په لټه کې وي د اجازې نه ورکول زموږ  لپاره مهم ارزښت لري.   

پاکستان چې تل یې د طالبانو حمایت کړی، دا ځل له یوې خوا د نړیوالو تر فشار لاندې دی او له بلې خوا خراب اقتصادي حالت سره لاس او ګریوان دی او تازه په خړ لیست کی شامل شویدی په همدی هدف نړیوال په خاصه توګه امریکا تر هغو چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس وانخلي پاکستان سره اقتصادي مرسته نه کوي. پر پاکستان د دغه حالت په راوستلو کې د ولسمشر غني د بریالۍ او فعالې ډيپلوماسۍ اغېز تر بل هر څه زیات او جوت دی، ځکه هغه په نړیواله کچه د دې لپاره نهایت موثره او زیاته لابي وکړه.

د امریکا جمهور ریس ډونالډټرمپ د پاکستان لمړی وزیر عمران خان ته یو لیک استولی او په لیک کې یې له عمران خان څخه غوښتي چې باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په برخه کې پاکستان صادقانه همکاري وکړي چې په همدی هدف د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یو غونډی ته وویل چی پاکستان به د امریکا او طالبانو تر منځ د جرګه کېدو منځګړیتوب کوي خو بیا دغه خبری په پاکستان کی نه بلکی په ابوظبی کی وشوی چی د امریکا له لوری زلمی خلیلزاد (امریکایی الاصله افغانی) استازولي کوله .