پاکستان داسې نه ګڼله

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

پښتو متل دی چې کم عقل یې پرځان ویني او هوښیار یې پربل، مګر پاکستان له دغه مشهور متل څخه هیڅ عبرت وانخیست، ځکه د خپل ګاونډي افغانستان پر ضد یې د دسیسې او دښمنۍ تیوري مخته یووړه. د دوستۍ لاره یې پرېښوده او فکر یې وکړ چې د شوروي یرغل ځپلی افغانستان به په اسانۍ له ستوني تېر کړي، مګر دا یې هېره کړې وه چې افغانان د خپل اوږد تاریخ په اوږدو کې د هیڅ ډول زور، فشار او زبرځواک پر وړاندې نه دي تسلیم شوي

.

پاکستان که تازه زېږېدلی او د افغانستان له پنځه زره کلن تاریخ بې خبره دی، مګر دا خو یې په خپلو سترګو ولیده چې بې امکاناتو افغانان څنګه تش لاس د شوروي اتحاد د زرګونو مجهزو عسکرو پر وړاندې په مېړانه او اتلولۍ وجنګېدل او شوروي یې په افغانستان کې داسې په ګونډو کړ چې له برکته یې د منځنۍ اسیا هیوادونه که ازاد شول، نو پاکستان هم د افغان جهاد د وسلو، امکاناتو، بسپنو او خیراتونو له برکته اباد شو، ځکه له افغان مجاهدینو سره د نړیوالو مرستې د پاکستان له لوري افغانانو ته رسېدې چې پاکستانیانو به ورڅخه خپله برخه په ښکاره او پټه کوله. د افغانانو په نوم یې مرستې او امتیازونه ترلاسه کړل، د افغانانو په نوم راغلې وسلې یې په خپلو زېرمتونونو کې وساتلې او د خپلو عسکرو ورستې وسلې یې مجاهدینو ته ورکړې.

د پخواني شوروي اتحاد له ماتې او وتلو وروسته پاکستان جهادي رهبران او د دوی پلویان په خپلو کې دومره سره بدبینه کړل چې د دوی د بدبینۍ، کرکې او نفرت اورونو هیواد د جنګ او اور په لمبو کې لولپه کړ. پاکستان دغه اور ته خپل لاسونه تودول او داسې یې ګڼله چې نور نو افغانستان له خپلو پښو، زور، مقاومت او استقامت ولوېده. د افغانانو په برخلیک یې ماشومانه لوبې پیل کړې. حضرت صبغت الله مجددي یې د دوه میاشتو لپاره د دولت د مشر په توګه وټاکه مګر تر څنګ یې حکمتیار ورته ولمساوه چې هغه دوه میاشتې هم په اسانۍ ترې پوره نه کړي. ورپسې یې استاد رباني د څلورنیمو میاشتو لپاره مشر وټاکه، مګر هغه په څه سپین سترګۍ خپله دوره ان تر پنځو کالو وغځوله.

دا د افغانانو د بدمرغۍ کلونه و، ځکه زموږ د ګاونډي هیواد افغان دښمنه اجنډاوې زموږ د تنظیمونو له لوري په ازاد لاس په هیواد کې داسې تطبیقېدې چې له امله یې په هیواد کې نظام او سیستم ویجاړ شو. ملي اردو وپاشل شوه، تاسیسات او تجهیزات له منځه لاړل. بالاخره ترهګرو دلته ځالې جوړې کړې او د دې ټولو بدبختیو په ټس کې هره ورځ افغانان قرباني کېدل او لا هم قرباني کېږي.

مګر د سپتمبر له پېښې وروسته خصوصاً د ولسمشر غني په وروستیو څلور نیمو کالو کې ټوله لوبه د پاکستان له لاسه ووته. پاکستان چې څه رذالت او شیطانت کړی وو او د زور او دسیسې تیورۍ یې تطبیقوله یوې یې هم کار ورنه کړ، ځکه ولسمشر غني د پاکستان افغان ضد پالیسي ټولې نړۍ ته رسوا کړه او په ډاګه یې ورته وویل چې د افغانستان پر ضد نااعلان شوی جنګ دې ودروي، کنه له بالمثل عمل سره به مخ شي.

پاکستان داسې نه وه ګڼلې، پاکستان فکر نه کاوه چې د دوی د شیطاني تیورۍ، دسیسو ، پلانونو او پانګونو وروسته به ناڅاپه دغسې یو څه پېښ شي. دوی فکر نه کاوه چې افغانستان به نور په خپلو پښو ودرېږي او یا به حداقل پاکستان ته دغسې غوڅ ځواب ورکړي. دوی دا نه ګڼله چې افغانستان به د پاکستان له ولکې او احتیاجه ووځي. مګر دا هر څه وشول او د ولسمشر غني د هلو ځلو له برکته وشول.